سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان نه به سپټمبر له لومړۍ څخه به د لنډمهاله استوګنې کارت...

پاکستان نه به سپټمبر له لومړۍ څخه به د لنډمهاله استوګنې کارت لرونکو افغان کډوالو د شړلو لاړۍ پیل شي

ویب ډیسک

پاکستان کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د روان کال د سپټمبر له لومړۍ څخه به د لنډمهاله استوګنې کارت لرونکو افغان کډوالو د شړلو لاړۍ پیل شي.

 

د پاکستان رسنیو د چارشنبې پر ورځ د زمري پېنځلسشمه / د اګست شپږمه د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سپټمبر لومړۍ د جبري ایستلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

 

په دې راپور کې راغلي؛ دا پرېکړه پرون د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو طرحې (IFRP) په چوکاټ کې د لوړې کچې د غونډې پر مهال رامنځته شوه.

 

دا پلان د امنیتي اندېښنو او پر ملي سرچینو د پراخ فشار له په پام کې نیولو سره پلي کیږي.

 

د پاکستان کورنیو چارو وزارت منلې، چې د لنډمهاله استوګنې کارتونو وخت پوره شوی او کډوال به له راتلونکې میاشتې څخه وشړل شي.

 

د راپورونو له مخې؛ شاوخوا یو میلیون افغان کډوال، چې د لنډمهاله استوګنې کارتونه لري؛ شړل کیږي. په داسې حال کې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم روانه ساتل شوې ده.

 

د بشري حقونو ډلو او د کډوالو مدافعینو د دې بهیر د مشروعیت او بشري اغېزو په اړه خپلې اندېښنې راپورته کړې دي.

 

د بښنې نړیوالې ټولنې دا پروګرام، چې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو طرحه (IFRP) مبهمه بللی او د اسلام آباد او راولپنډۍ په څیر له ښارونو څخه یې پر ډله‌ییز لیږد نیوکه کړې، چې له لسیزو راپدېخوا په دې سیمو کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو ادارو هم د چټکې جبري ایستلو له کبله د “نه بیرته راګرځېدو” (non-refoulement) د اصل د سرغړونې د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

 

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت او همدارنګه په کابل کې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دې بهیر په اړه اعتراض کړی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۸۴ زره څخه ډېر خلک له پاکستان څخه جبري ایستل شوي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه د اټکل شوي ۱.۸ میلیون راستنیدونکو یوه برخه ده او مرستندویه بنسټونه یې هم اندېښمن کړي دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه