ویب ډیسک
یو این ایچ سي آر. په یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې موږ د هغو افغان کډوالو د جبري ستنولو د پاکستان له ارادې څخه ژوره اندېښنه لرو چې د “ثبوت د راجستر (PoR)” کارټونه لري.
دغه کسان له څو لسیزو راهیسې د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي. د دوی جبري ستنول به د نړیوالو اصولو او د پاکستان د اوږدې مودې بشري پالیسۍ څخه سرغړونه وي.
موږ په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو په اړه اندېښمن یو چې یو داسې هېواد ته بېرته استول کېږي چې هلته د دوی بشري حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې هغو افغانانو ته، چې د نړیوالې ساتنې مستحق دي، له جبري ستنولو څخه معافیت ورکړي.


