سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کډوالو چارو وزارت راپور:په تیر یو کال کې دوه میلیونه کډوال...

د کډوالو چارو وزارت راپور:په تیر یو کال کې دوه میلیونه کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي

ویب ډیسک

د افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلینو د حکومت د رسنیو مرکز کې په یوې خبري ناسته کې د ۱۴۴۶ هـ ق کال کلنی راپور وړاندې کړ. دوی وویل چې د تیر کال په اوږدو کې یې د کډوالو، راستنېدونکو او دننه بې ځایه شویو کسانو لپاره ګڼ شمېر مهم خدمات ترسره کړي دي.

د کډوالو چارو مرستیال وزیر شیخ کلیم‌الرحمن فاني وویل، چې په تېره یوه کال کې له پاکستان، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه تر ۲ میلیونه زیات کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو د ستونزو د حل لپاره له کوربه هېوادونو سره ګڼ شمېر ډیپلوماټیکې لیدنې او خبرې اترې ترسره شوې، او ګڼ شمېر پلاوي بهر ته واستول شول. همداراز له ملي او نړیوالو ادارو او دوست هېوادونو له سفیرانو سره ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، ۹۹۵۱ افغان بندیان له ایران او پاکستان د زندانونو څخه خوشې او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. همداراز په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه مهاجرینو د استوګنې کارتونه تمدید شوي او ۶۰۰ کډوالو ته د حج مبارکې فریضې ادا کولو زمینه برابر شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چې له مخې یې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو لپاره تر ۷۸ میلیونه ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه شوي دي. همداراز ۳۴ زره کسانو ته مسلکي روزنیز پروګرامونه پیل شوي، او ۸ زره کورنیو ته د کاروبار د پیل او استوګنې لپاره نغدې مرستې ورکړل شوې دي.

د شراکت لرونکو ادارو په مرسته ۴۲ زره کسانو ته اقتصادي فرصتونه برابر شوي، او د بشري مرستو په توګه د ۲.۷ میلیاردو افغانیو ارزښت خواړه، جامې، نغدې پیسې او نور ضروري توکي ۴۲۰ زره کورنیو ته ورکړل شوي دي. له ترکیې راستنېدونکو ته ۲۶۰ میلیونه افغانیو نغدي مرسته ځانګړې شوې ده.

د مېشتېدو (ابادۍ) په برخه کې، د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، په ۲۹ ولایتونو کې د ۳۸ استوګنځي ښارګوټو د جوړېدو پلان جوړ شوی، چې د ځینو سروې او نقشه‌کشي بشپړه شوې ده. همداراز ۴۲۱۶ استوګنځي جوړ شوي او ۵۴۶ بیا ترمیم شوي دي. په ۳۴ ولایتونو کې تر ۹۰ زرو زیاتو کورنیو لست برابر شوی او د دایمي مېشتېدو کمیټې ته سپارل شوی، تر څو هغوی ته استوګنځی برابر شي.

د چارواکو په وینا، د طبیعي پېښو له امله تر ۱۳ زرو زیاتو کورنیو بې‌ځایه شوي چې له ډلې څخه تر ۳۵۹ زرو زیاتو کسانو ته بیړنۍ مرستې ورکړل شوې دي. همداراز ۱۱ زره کورنۍ له موقتي کمپونو ایستل شوي او خپلو اصلي کورونو ته بېرته استول شوې دي.

د قانوني مرستو او بیا ادغام په برخه کې ۱۹۸۶ حقوقي قضیې حل شوې دي، په ۳۴ ولایتونو کې ډیجیټل سیستم فعال شوی او د بیا ادغام کمیټو خپل رسمي فعالیتونه پیل کړي دي. د چین، قطر، او سره میاشت ادارو په ګډون له یو شمېر بنسټونو سره په همکارۍ، موټرونه، د اوبو ټانکرونه، خېمې او امبولانسونه وزارت ته ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو د غوره خدمت لپاره آنلاین سیستم معرفي شوی، ۳۵۰ کارکوونکو ته مسلکي روزنې پیل شوې، او د معلوماتو بانکونه فعال شوي، تر څو خدمات لا اغېزمن او شفاف شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه