دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی ،موږ به د هر هغه سياسي مشر، جج او...

محمود خان اڅکزی ،موږ به د هر هغه سياسي مشر، جج او جنرال مخالفت وکړو چې د آيين له ټاکل شوي چوکاټ څخه بهر ووځي

ویب ډیسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محمود خان اڅکزي د پارلېمان د پرېس ګېلرۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وويل:

 

“بنسټیز ډول عمران خان او يا هر هغه پاکستانی وګړی چې له دې وطن سره مينه لري او غواړي چې پاکستان د ۲۱مې پېړۍ يو اقتصادي ځواک جوړ شي، د دوی ټولو ايجنډا دا ده چې په پاکستان کې به د آيين واکمني وي، ولس به د خپلې خوښې د رېښتيني ووټ له لارې پارلېمان ته استازي راولي او همدا پارلېمان به د طاقت سرچينه وي. ټول داخلي او خارجي پاليسۍ به د منتخب پارلېمان له لارې جوړېږي.

 

تحریک تحفظ آئین پاکستان له ټولو سیاسي ګوندونو دا غوښتنه کوي چې نور بس دی، ډېر تاوان وشو او ډېره تباهي رامنځته شوې ده. میا نواز شریف به ویل “ووټ ته عزت ورکړئ”، پيپلز پارټي به ویل چې د دوی سياست د ولسواکۍ، سوشليزم، ډوډۍ، کالي او کور لپاره دی. جمعيت علماء اسلام، جماعت اسلامي او نور ګوندونه — موږ ټول يو څو ټکي شريکولی شو، يو نوی تړون کولی شو، او بيا له هر ادارې سره خبرو ته کښېنستلی شو.

 

هغه کس به لیونی وي چې له خپلې عدليې يا پوځ سره دښمني ولري. آيين يو کاغذي ټوټه نه، بلکې د ولس او سیاسي ګوندونو ترمنځ يو ټولنيز تړون دی. موږ به د هر هغه سياسي مشر، جج او جنرال مخالفت وکړو چې د آيين له ټاکل شوي چوکاټ څخه بهر ووځي. دا زموږ ايجنډا ده او له تېرو ۷۵ کلونو راهيسې همدا خبره روانه ده.

 

محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان، سره له دې چې د نړۍ يو له شتمنو هېوادونو څخه دی، خو بيا هم تر ټولو غریب هېواد دی. دلته پر معدنياتو کوم ډول خلک يرغلونه کوي، دا هېواد د کورنۍ جګړې پر لور وړي. پښتون، بلوڅ، سرایکي، ګلګتي، پنجابي – دا خلک له تاسو څه نه غواړي، يوازې دا وايي چې زما په وطن کې چې کوم نعمتونه دي، لږ خو مې حق پکې ومنئ، بيا هغه امريکا، چين يا هر چاته وپلورئ. خو پر خپلو خلکو يرغل کول د بربادۍ لار ده.

 

موږ دا اپیل ځکه نه کوو چې ولس کمزوری دی، بلکې ځکه چې هغه پرېکړې چې د وينو له لارې کېږي، دا د پاکستان د بنسټونو ريښې لړزوي.

 

محمود خان اڅکزي وویل چې دا هېواد هغه وخت ابادېږي چې دلته د ولس واکمني وي. هر اداره به د آيين په چوکاټ کې وي، نو پاکستان به په ورځ دوه چنده او په شپه څلور چنده ترقي وکړي.

 

هغه زیاته کړه، د پاکستان ستونزې زياتې دي او موږ واړه خلک يو. يو لوی ناورين را روان دی. زموږ زېرمې زموږ پر غاړه شوې دي. روس، چين، هند، اسرائيل – نه ده معلومه چې څوک، څه وخت او څنګه به دلته مداخله وکړي. دا زموږ د عقل امتحان دی، که خدای مه کړه تېروتنه مو وکړه، نو دا سيمه به د مستو سانډو د جنګ ميدان جوړ شي، او بيا به هېڅ نه پاتې کېږي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه