لیکنه: عبدالله بشرمل
په هره ټولنه کې روایتونه، کیسې، افسانې، دودونه، او خیالات د حافظې هغه رسوبات دي چې نسلونه یې له یوبل سره انتقالوي.
دغه روایتونه که د عمر عمر په تېرېدو سره پاته سي بیا د یو ملت د ځان پېژندني او فکر برخه جوړوي. په دې روایاتو کي اکثریت یې یا له کاره لوېدلي او یا د اوسني ساینسي زمانې د اختراعاتو او انکشافاتو په واسطه رد سوي. خو د رد کېدو سره سره زموږ د اکثریت پخوانو سپین ږیرو او پخو خلګو په اذهانو کې داسي ټک وهل سوي چې ګواکي ددې روایاتو حقیقت بیخي په منطق او ساینس سپړل کیږي نه یا که ووایم ددوی ددغه روایاتو عقیده بیخي د عقل او منطق له هندسې ور هاخوا ده.
که یو څوک یو خبر درته راوړي نو لمړی ذهن د هغه د معقول والي پر برابر فکر کوي خو دا چې زموږ په ټولنه کې شته روایات د پیړیو پیړیږ راهیسي تکراریږي او تر هیڅ ډول انتقادي طرز او تفکر وتلي او چاڼ سوي نه دي نو اوس په یو عقیده اوښتي او بیخي ددې روایاتو ماتول او یا نه منل کولای سي انسان په خپل کور کې هم تحقیر او توهین کړي. ټولنه خو مه ښوروه چې بیخي دي په شلو ټاپو نازوي.
یوه بله وابسته خبره چې د روایاتو سره کیږي هغه داده چې کله یو روایت وړاندي کیږي نو وړاندي کوونکی مخکي له مخکي د هغه د منلو لپاره یو اندازه فشار ایجادوي مطلب لمړي سر کې لا درته ووایې مشران وایې چې د ښځي عقل په پونده کې دی. (دا صرف یو مثال دی. ځیني بیا یو دود درته رامخته کي چې مخالفت یې وکې وای د خپل کلتور او دود سپکاوی دي شروع کړئ دئ!)
دلته که ته ددې خبري مخالفت کوې نو ګواکي ته د خپلي ټولني مشران او تېر اولني کسان نه منې او مخالفت یې کوې. ددې سره هممهاله هغه فرد چې ستا منطق او جواب ته غوږ ونیسي درته به شل نوري خبري رامخته کي مثال ته تر هغو ډېر پوه یې؟ هغه بې عقلان وه چې دا خبر یې کول؟ د ښځي په اړه بیخي فیمینست سوی نه یې؟ دا دي لکه چې دا یو څو کتابونه وویل اوس یې د خپل دینه او کلتوره هم واړولې او داسي لس و شل خبري نوري. انسان حق حیران سي چې څنګه یو د عقل و فکره لیري خبره دومره تقدس موندلی چې بیخي یو انسان یې پر سر تحقیر او توهین سي.
نن مي د یو کس څخه کیسه واورېدل چې تیر نظام کي مې یو تعویذګر سره په څنګ کې یو د لرګي سوټی ولیدی. ما ورته وویل چې دا د چیشي د پاره دی. بیا دې تعویذګر راته وویل چې دا د هغه ښځو د پاره دی چې ټګماري کوي او مکاري کوي. مطلب Hysteric وي.
ده دا کیسه راته کول زما په ذهن کې دا خبري راګرځېدې چې که په دې ټولنه کې روایات د ښځو په اړه منفي نه وای، ښځه مکاره نه وای ګڼل سوې، ښځه د شیطان له ذاته نه وای بلل سوې، ښځه داوو شیطانانو درلودنکې نه وای بلل سوې نن ورځ به ددې د ټګمارۍ علت پوښتل کېدای. ټګماري خو یو دفاعي میکانیزم دی چې دوی یې کاروي خو موږ دا خبره په مکاري تعبیر کړې ده. که دا هرڅه نه وای نو نن به هغه دلیلونه پلټل کېدای چې دا دې حالت ته اړباسي. یو ارواپوه، سایکیټریسټ او سایکولوجیست به مو درلودای چې دداسي ناروغانو سره خبري وکړي، علت یې مالوم کړي او علاج یې وکړي. خو موږ ددې ښځي په اړه ټولي خبري یوې خواته کړو او علاج یې د سوټي په وهلو ور کوو. موږ خو دلته رسمي سروې ګاني نه لرو کنه هره ورځ هغه ښځي لږ نه دي چې ځانونو ته اور اچوي، سیندونو ته غورځیږي، تیزاب چیښي، ځانوژنه کوي او یا ځان په نورو نورو طریقو ژوبلوي.
روایتونه ولي په یو ټولنه کې ماتیږي نه؟ ددې پوښتني جواب ساده دی. هر نوی شی په سنتي ټولنو کې د انتقاد، تعرض، نیوکو، مخنیوي او داسي نورو خنډونو سره مخامخ کیږي. روایتي ټولني د روایاتو په زور داسي رواني وي لکه یو مستقیم خط. که کوم څوک را ولاړ سي او دا منظم خو شوړېدلی مستقیم خط ته تکان ورکړي او په منکسر خط یې واړوي، اذهان بیداره کړي، فکرونه تغیر کړي، زړې او د موډه لوېدلي خبري فسخه کړي نو د خنډ سره مخامخ کیږي او خپله د ټولني د منځه هم د ډول ډول نومونو ټاپې پرې وهل کیږي.
اخیري خبر دا چې که په یو ملت او ټولنه کې د انتقادي تفکر قوه کمزورې وي، د مطالعې دود پیکه او کم رنګه وي، ځوانان یې کمزوري اثار لولي، د خپلي ټولني د راپورته کېدا فکر ورسره نه وي، په روشنفکرانو ملنډي وهل وي نو داسي ټولنه کې بیا روایات مقدس کیږي، خلګ لا پر خپلو تیرو خبرو عقیده ټینګوي او اخیر داسي حالت ته رسیږي چې روایات به د منطق، عقل، فکر، شعور او پوهي پر اوږو ناست وي او هغوی ته به لارښوونه کوي.


