دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تازه بیان کې افغانستان کې د لوږې او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان ویلي، چې افغانستان کې د لوږې بحران ورځ تر بلې ژورېږي چې ښځې، ماشومان او راستنېدونکي یې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي، چې روان کابل به ۳.۵ میلیونه افغان نجونې او هلکان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم دي، په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

د راپور له مخې دا شمېر د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیات شوی هم دی.

افغانستان کې د لوږې بحران اندېښنې د امریکا بهرنیو مرستو تړل کېدو او په وروستیو میاشتو کې د بې مخینې افغان کډوالو راتګ سره زیاتې شوې دي.

ورته مهال په افغانستان کې سلګونه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي، د طالبانو د سختو محدودیتونو او بندیزونو له امله نه شي کولای کار وکړي او د ځان او کورنۍ نفقه وګټي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې اړمنو افغانانو ته د رسېدنې لپاره شاوخوا ۵۳۹ میلیونه اضافه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، څو زیان منوونکو سره مرستې وکړي.

که څه هم طالبان د سلګونو زرو افغان کډوالو ورتګ ځان ته ننګونه بولي خو تراوسه یې د خوړو نړیوال پروګرام د وروستیو ارقامو په تړاو څه نه دي ویلي.

باور دا دی، چې نړیوالې مرستې په نږدې کلونو کې په بې مخینې توګه اغېزمنېږي او که طالبان خپلو سیاستونو ته بدلون ورنه کړي، افغانستان به سخته لوږه، انزوا او بې ثباتي تجربه کړي.

#

#WFP #AFG @UN #OCHA #UNAMA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه