لینکه :داود جبارخیل
په پښتو ادب کې ټپه یوه داسې صنف ده چې د پښتنو د زرګونو کلونو تاریخ، احساسات، کلتور او ښکلا پکې نغښتي وي. یوه مشهوره ټپه وایي:
آسمان ته ستوري ډېر ښايسته ښکاري
لکه لیلا چې په مخ وهلي وي خالونه
په دې لنډه ادبي ټپه کې شاعر د خپل محبوب د مخ شین خال ته اشاره کوي، او د آسمان ستوري ورته تشبیه کوي. دا یوازې تشبیه نه ده، بلکې د پښتني فرهنګ د ښکلا، دود او ژور تاریخ یو ژوندی انځور دی. شین خال، یا نیلا تل، نه یوازې د سینګار یوه نښه وه، بلکې د عقیدې، درملنې او پېژند د وسیلې په توګه هم پیژندل کېده.
د شین خال تاریخي شالید
پښتني سیمې، چې د غرونو په غېږ کې پرتې دي، د ښکلا له پلوه د نړۍ له ښکلو سیمو شمېرل کېږي. ډاکټر عرفان بیګ دا سیمه “د ښکلو خلکو وطن” بولي. د دې ښکلا یوه تاریخي نښه شین خال و، چې د پښتنو ښځو پېژندګلوي ګڼل کېده.
په پخوانیو وختونو کې به پښتنې پیغلې د واده نه مخکې د تندي، ګال، زنې، یا شونډو پر ځایونو شین خال وهلو. دوی به باور درلود چې واده وروسته خال وهل نیک شګون نه لري. خال به یوازې د سینګار لپاره نه و، بلکې خلک به دا هم ویل چې خال د ماشوم عمر زیاتوي، یا د ځینو ناروغیو لپاره یو ډول درملنه ده. د مثال په توګه، د رګ النساء (sciatica) ناروغۍ لپاره به خاص خال وهل کېده.
خال وهل؛ هنر، عقیده او دود
په هر کلي او محله کې یوه ښځه موجوده وه چې خال وهل یې زده وو. دا به څو ستنۍ سره یوځای کړې، او پر ځانګړي ځای به یې ورو ورو سوۍ وهله. کله به چې زخم وینې وکړې، نو لږه سُرمه به پرې وراچوله. له څو ساعتونو وروسته، دا زخم به شین رنګ غوره کاوه او یو ښکلی خال به جوړېده.
دا خال د سینګار یوازینی دود و، خو ډېر ښکلی او د ځانګړي هویت نښه و. نن هم که څوک د افغانستان، بلوچستان، پخوانۍ فاټا یا خیبرپښتونخوا لرې پرتو سیمو ته لاړ شي، نو هلته به د زیات عمر ښځو پر مخ یا لاسونو دا خالونه وویني.
د شین خال کمیدو عوامل
د وخت په تېرېدو، دا دود ورو ورو کم شوی. یو مهم لامل یې د پښتني سیمو اوږدې جګړې دي. خانبدوش قبایل چې دا دود پکې ډېر عام و، د جګړو له امله ښارونو ته کډه شول، او هلته دا دود ورو ورو له منځه لاړ.
بل لامل د دیني باورونو بدلون دی. خلکو ته دا ذهن کېنول شو چې خال وهل ګناه ده، او آن دا ویل کېدل چې که یو څوک دوزخ ته ولاړ شي او بیا جنت ته لاړ شي، نو پر تندي به یې یو شین خال د دوزخ نښه وي.
درېیم لامل د ښکلا د عصري معیارونو بدلون دی. اوس د میک اپ له لارې مصنوعي خالونه لګول کېږي، چې د پخواني شین خال ځای نیولی دی. نو اصلي شین خال اوس یوازې د تاریخ یوه برخه ګرځېدلې.
پایله
شین خال د پښتنو د ښکلا، عقیدې، کلتور، او درملنې یوه داسې نښه ده چې نن له منځه روانه ده. که څه هم دا دود له کليوالو سیمو څخه ښارونو ته په انتقال کې ورک شو، خو د پښتو ادب، فکلور او تاریخي هویت په حافظه کې به تل ژوندی پاتې وي. دا زموږ د فرهنګي میراث یوه ارزښتناکه برخه ده چې باید وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي


