ویب ډیسک
د پاکستان د پوځ ویاند لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري ویلي، چې دښمن به زموږ د ملي یووالي او اتحاد له امله تل خپل شوم اهدافو کې ناکام پاتې کېږي.
دی وايي، د آی ایس پي آر ویاند لیفټیننټ جنرل احمد شریف د لاهور په ښار کې د بېلابېلو مذهبونو د استازو او ځوانانو سره ځانګړې ناسته وکړه، چیرته چې ګډونوالو یې تود هرکلی وکړ.
په دې موقع ویاند وویل چې د هند پر ضد د “بنیان مرصوص” عملیاتو بریا د ټول ملت ګډه بریا ده.
هغه زیاته کړه، چې ملت د مذهب د توپیر پرته په هره ستونزه او د هر دښمن په وړاندې د اوسپنيزې دېوال په توګه درېږي او بریالي کېږي. د پاکستان خلک د خپلې تاریخي پس منظر، ملي هدف او مینهوالو وطنپرستو جذبې له امله یو زړه او یو روح دي.
هغه وویل، پاکستان یو امنخوښوونکی او پرمختګ غوښتونکی هېواد دی. د مذهبونو ترمنځ همغږي زموږ د ملي ځواک بنسټ دی. د وطن د روښانه راتلونکي لپاره د ځوانانو رول تر ټولو زیات مهم دی.
زدکوونکو د “بنیان مرصوص” عملیاتو تاریخي بریا له امله د پاکستان پوځ ته درناوی او خراج تحسین وړاندې کړ.
تېره ورځ هم ویاند لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري د کینګ ایډورډ میډیکل پوهنتون ته تللی و، چیرته چې اداره او زدهکوونکو ورته هرکلی ووایه.
په دې موقع ویاند وویل، چې د حق د معرکې په روښانه بریا کې د ولس ملاتړ، خصوصاً د ځوان نسل رول ډېر مهم و. کشمیر د پاکستان شه رګ و، دی او پاتې به شي.
هغه زیاته کړه، چې د بلوڅ ولس د پاکستان سره د تاریخ، مذهب، کلتور او دودونو ژور تړاو دی. یو څو تنه ترهګر نه شي کولی چې د پرمختګ او خوشحالۍ لاره بنده کړي.
زدکوونکو د “بنیان مرصوص” عملیاتو تاریخي بریا له امله د پوځ ستاینه وکړه، او د فاکلټۍ غړو د نورو ورته متقابل غونډو د ترسره کېدوهیله څرګنده کړه.


