ویب ډیسک
د یوې لویدلې مسافر وړونکي الوتکې ماتې ګوډې چې ۴۹ کسان په کې سپاره وو د روسیې په لرې ختیځ کې د تیندا ښار ته څېرمه د یوې غونډۍ په لمنه کې موندل شوي دي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن دغه خبر تأیید کړی دی.
د پېښې له ځایه د روسیې د د دولتي رسنیو له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د الوتکې پاتې شوني د یو لوی ځنګل په منځ کې پراته دي او لا هم ترې لوګی خېژي.
اینترفاکس خبري آژانس د بیړنیو خدماتو د سرچینو په حواله ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د الوتکې له غورځېدو څوک ژوندی نه دی پاتې شوی. سرچینو ویلي چې د پېښې په سیمه کې هوا مناسبه نه وه.
د روسیې د لرې ختیځ ترانسپورتي ادارې ویلي، د کښیناستو پر مهال له کنټرول سیسټم سره د اولوتکې اړیکې پرې شوې وې.
د چارواکو په وینا، دا الوتکه له بلاګووشچېنسک ښاره چې د روسیې او چین پر پوله موقعیت لري، د تیندا ښار پر لور روانه وه.


