یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه روسیه کې د الوتکې د غورځیدلو پیښه کې ټول ۴۹ ...

په روسیه کې د الوتکې د غورځیدلو پیښه کې ټول ۴۹ سپارو مسافرو ژوند بایللی

ویب ډیسک

د یوې لویدلې مسافر وړونکي الوتکې ماتې ګوډې چې ۴۹ کسان په کې سپاره وو د روسیې په لرې ختیځ کې د تیندا ښار ته څېرمه د یوې غونډۍ په لمنه کې موندل شوي دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن دغه خبر تأیید کړی دی.

د پېښې له ځایه د روسیې د د دولتي رسنیو له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د الوتکې پاتې شوني د یو لوی ځنګل په منځ کې پراته دي او لا هم ترې لوګی خېژي.

اینترفاکس خبري آژانس د بیړنیو خدماتو د سرچینو په حواله ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د الوتکې له غورځېدو څوک ژوندی نه دی پاتې شوی. سرچینو ویلي چې د پېښې په سیمه کې هوا مناسبه نه وه.

د روسیې د لرې ختیځ ترانسپورتي ادارې ویلي، د کښیناستو پر مهال له کنټرول سیسټم سره د اولوتکې اړیکې پرې شوې وې.

د چارواکو په وینا، دا الوتکه له بلاګووشچېنسک ښاره چې د روسیې او چین پر پوله موقعیت لري، د تیندا ښار پر لور روانه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه