ویب ډیسک
په خراسان رضوي ولایت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت استازي، احمد معصوميفر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره هم غځول شوې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې پرېکړې لمخې، د وږي له ۱۵مې وروسته، افغان کډوال اړ دي چې د خپلې استوګنې د قانوني ضرب الاجل له ختمېدو سره جریمه ورکړي.
اخوا راپورونه وايي، د هرات والي د ایران خراسان رضوي ولایت ته رسمي سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.


