ویب ډیسک
د بلوچستان په کله عبدالله ولسوالۍ کې د دوو قبیلو ترمنځ د شخړې پر مهال د ډزو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د بلوچستان په کله عبدالله ولسوالۍ کې د دوو قبیلو ترمنځ د یوې کوچنۍ شخړې له امله خونړۍ نښته شوې ده. جګړه مارې خواوې په آزاده توګه د یو بل پر وړاندې عصري وسلې، لویې او کوچنۍ کاروي. د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په دې نښته کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان امنيتي اداري «لیویز» سرچینو ویلي، چې د دواړو قبیلو ترمنځ وسله واله نښته د شخصي شخړې پایله وه. له پېښې وروسته په سیمه کې وضعیت خورا کړکېچن دی.
د لیویز سرچینو په وینا، په دې خونړۍ نښته کې د زیاتو تلفاتو ویره شته. د دوه اړخیزو ډزو په پایله کې مړه او ټپیان د چمن او قلعه عبدالله ملکي روغتون ته لیږدول کیږي.
د سرچینو په وینا، د وضعیت د کنټرول لپاره په سیمه کې بیړنی حالت نافذ شوی دی. د قبایلو ترمنځ د جګړې له امله د کوټې-چمن لویې لارې په ګډون په نورو مهمو لویو لارو هم ترافیک په موقت ډول ځنډول شوی دی.
د لیویز سرچینو زیاته کړه چې د ایف سي، لیویز او پولیسو یوه لویه ډله سیمه محاصره کړې ده، خو د کاکوزۍ او بدوان قبیلو ترمنځ ډزې لا هم روانې دي.


