سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره غځولې

ایران د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره غځولې

ویب ډیسک

په خراسان رضوي ولایت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت استازي، احمد معصومي‌فر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره هم غځول شوې ده.

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې پرېکړې لمخې، د وږي له ۱۵مې وروسته، افغان کډوال اړ دي چې د خپلې استوګنې د قانوني ضرب الاجل له ختمېدو سره جریمه ورکړي.

 

اخوا راپورونه وايي، د هرات والي د ایران خراسان رضوي ولایت ته رسمي سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

 

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه