ویب ډیسک
وفاقي حکومت په پاکستان کې د مېشتو هغو افغان کډوالو لپاره چې د ثبت سند (پي او آر کارډ) لري، نور د دې کارډ د مودې غځولو پرېکړه نه ده کړې. دا خبره د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي له خبريالانو سره په غير رسمي خبرو کې وکړه.
محسن نقوي وويل چې د هغو افغان وګړو پر ضد به جدي اقدام وشي چې په غير قانوني ډول په پاکستان کې مېشت دي، او کوم افغانان چې له هېواده ايستل شوي دي، هغوی به په تور ليست کې واچول شي، تر څو بيا پاکستان ته داخل نه شي.
هغه زياته کړه چې ايران په لسو ورځو کې تر درې لکو زيات افغان کډوال شړلي دي، او اوس پاکستان هم د همدغه طرز مؤثر اقدامات کوي.
وفاقي وزير وضاحت ورکړ چې افغانستان يو ورور اسلامي هېواد دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو چارو خبرې روانې دي، خو په پاکستان کې به هيڅ بهرني ته د غير قانوني اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.
د حکومتي پرېکړې له مخې، د پي او آر کارډ د مودې غځولو عمل بند شوی، او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير ګړندی شوی دی.


