دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهریحام خان د خپلې سیاسي ګوند اعلان وکړ، نوم یې "پاکستان ریپبلک...

ریحام خان د خپلې سیاسي ګوند اعلان وکړ، نوم یې “پاکستان ریپبلک پارټۍ” کېښود

ویب ډیسک

د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي عمران خان پخوانۍ مېرمن ریحام خان هم خپله سیاسي ګوند جوړولو اعلان کړی.

 

د رسنیو د راپورونو له مخې، ریحام خان ویلي چې د هغې سیاسي ګوند نوم “پاکستان ریپبلک پارټي” ایښودل شوی دی.

 

هغې وویل چې نوی سیاسي ګوند به د ولس غږ شي او واکمنانو پسې به ګرځي. پاکستان ریپبلک پارټي به د خلکو د ستونزو د حل لپاره پوره مبارزه کوي.

 

هغې زیاته کړه: “ما د کراچۍ پرېس کلب ته ژمنه کړې وه چې که کله هم یو سیاسي اقدام کوم، نو له همدې ځایه به یې پیل کوم، ځکه چې د بدو حالاتو پر مهال کراچۍ پرېس کلب زما ترڅنګ و.”

 

ریحام خان وویل: “اوس نو عصري ټیکنالوژي راغلې ده، کله چې یو کار پیل کوئ نو باید د الله نوم واخلئ، نیت هم ډېر مهم دی.”

 

هغې زیاته کړه: “کله چې د بل چا لپاره یو کار کوئ، نو الله پاک پکې برکت اچوي.”

 

ریحام خان وویل: “ما په ۲۰۱۲ کې د بی‌بی‌سی سره کار پیل کړی و، بیا مې استعفا ورکړه او څلور کاله مې له خپلې مور سره تېر کړل. ما ته پاکستان ډېر خوښ شو. ما له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۵ پورې پاکستان لیدلی دی.”

 

هغې وویل: “زموږ ولس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. یوه ماشومه راته وویل چې ته به هم د نورو سیاستوالو غوندې نه شې؟ نو هماغه لامل و چې ما له سیاست نه ځان لرې ساتلی و. ما هېڅ سیاسي اقدام کې برخه نه ده اخیستې.”

 

هغې زیاته کړه: “اوس پرائم ټایم دا موضوع وي چې د چا حکومت نړېږي، څوک راځي، څوک ځي. چا راته وویل چې ته به د محرومو صوبو خبرې کوې؟ ما وویل، ټولې صوبې محرومې دي.”

 

هغې وویل: “زه ډېر فکر او غور وروسته دا ګام اخلم. زما په اند کراچۍ باید پلازمېنه وي. اوس نو هیڅ سیاسي ګوند او مشر کې فرق نه دی پاتې. په مري او سوات کې چې کوم پېښې وشوې، پر هغو هم سیاسي نمری اخیستل کېږي.”

 

هغې وویل: “اوس دا موضوع ده چې څوک بندي‌خانو ته ځي، څوک ترې وځي، پر تلویزیون خلک لاس و گریوان دي، یو بل ته بد رد وایي. په خیبرپښتونخوا کې حالات خراب دي، حتی که په کور کې د حق خبره وکړې، خلک یې نه زغمي.”

 

هغې زیاته کړه: “اوس یوازینی نظریه دا ده چې زه باید وزیر شم. ما د میرټ پر اساس کار کړی، غواړم خلک هم د میرټ پر بنسټ کار وکړي. بودیجه راغلې ده، نن تجاران د هغې پر ضد احتجاج کوي. د بوره بیه چا ته نه ده معلومه، مافیا څوک دی؟ باید ایف‌بي‌آر یې ونیسي. نن ورځ وډیر کسان د بزګرانو استازولي کوي. د اړتیا وړ شیانو بیې تجاران کنټرولوي.”

 

ریحام خان وویل: “زه اوس له داسې تحریک سره وړاندې کېږم چې د پارلمان څېرې به بدلوم. نن ورځ په اسمبلیو کې یوازې پنځه کورنۍ ناستې دي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه