یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان لپاره مسکو فارميټ غونډه روان کال په سپتمبر یا اکتوبر کې...

افغانستان لپاره مسکو فارميټ غونډه روان کال په سپتمبر یا اکتوبر کې جوړیږي

ویب ډیسک

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ اوومه غونډه د روان زیږیز کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې جوړه شي.

 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به هم په دې غونډه کې د یوه «بشپړ غړي» په توګه ګډون وکړي.

 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي:«تر اوسه نېټه نه‌ده ټاکل شوې؛ خو د دود له مخې به یې حتماً په سپټمبر-اکټوبر میاشتو کې جوړه کړو او افغانستان به په دې غونډه کې د یوه بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي.»

 

کارپوهانو وایي چې د مسکو فارمټ غونډې تر ډېره د سیمه‌ییز امنیت، د سولې او ثبات تأمین، سیمه‌ییزو همکاریو ته وده ورکولو، د افغانستان د خلکو لپاره د ملاتړ راجلبولو، او په نړۍواله کچه د دغه هېواد د سیاسي دریځ ښه کولو ته تمرکز لري.

 

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې هکله وویل:«په مسکو فارمټ کې برخه‌ اخیستونکي هېوادونه پر امنیتي مسایلو، سولې، سیمه‌ییزو اړیکو او د افغانستان پر نړۍوال حیثیت تمرکز کوي، چې دا ټول موضوعات د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهم بلل کېږي.»

 

په تېرو میاشتو کې، اسلامي امارت د شانګهای د همکاریو سازمان، د تهران فورم، د اسلامي همکاریو د سازمان او د روسیې د امنیتي غونډې په ګډون ځينو مهمو غونډو ته بلل شوی دی. په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت یو پلاوی د ایکو په غونډه کې د ګډون لپاره آذربایجان ته هم تللی دی، دا بهیرد څو اړخیزو چوکاټونو په کچه د اسلامي امارت د حضور پیاوړتیا ښيي، که څه هم تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

 

اسلامي امارت وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په شاوخوا لسو سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون کړی دی.

 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته وايي:«شانګهای سازمان ځينو غونډو ته هم دعوت شوي وو؛ خو سږکال لومړی ځل دی چې اسلامي امارت د ایکو سازمان ته دعوت کېږي او هلته په لوړه کچه ګډون کوي.»

 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم وویل:«د اسلامي امارت سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له اغېزناکو سیمه‌ییزو هېوادونو سره پراخېږي. د اذربایجان په غونډه کې زموږ د پلاوي ګډون کولای شي دغه اړیکې لا پیاوړې کړي.»

 

خو له رسمیت پېژندنې پرته د افغانستان پر کورني وضعیت د دغو غونډو عملي اغېز لاڅرګند نه‌دی. اقتصادي ننګونې، د بشري مرستو کمښت او د بهرنیو پانګونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې یوازې په غونډو کې په ګډون سره نه هوارېږي.

 

بلخوا، راتلونکې غونډې په ځانګړې توګه د مسکو فارمټ غونډه کولای شي د خبرو اترو، باور جوړونې او د افغانستان په تړاو د سیمه‌‌ییزو تعاملاتو نوې لارې پرانیزي.

 

د سیاسي چارو شنونکی محمد ادریس ځاځی څرګندوي:«په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ شمېر ناستې شوې دي؛ ځینې د اسلامي امارت په ګډون او ځینې پرته له هغه؛ خو اصلي ستونزې لکه بندیزونه، محدودیتونه او د شتمنیو کنګلول، لا هم پر خپل ځای پاتې دي او تر اوسه یې کومه روښانه حل‌لار وړاندې شوې نه‌ده.»

 

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د نهو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې وه. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دې غونډې ځانګړی مېلمه و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه