ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ایران او اسراییل ته ویلي، چې اوس رسماً اوربند نافذ دی او مهرباني دې وکړي، هغه دې نه نقضوي.
دا ټینګار وروسته له هغې دی، چې ولسمشر ټرمپ څو ساعتونه وړاندې د اسراییل او ایران ترمنځ د بشپړ او کامل اوربند اعلان وکړ، خو دواړو غاړو بریدونه روان ساتلي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تراوسه د اوربند په تړاو هېڅ رسمي توافق یا خبرې نه دي شوي او تر هغې چې اسراییل برید بس نه کړي، دوی له ځانه دفاع کوي.
خو ولسمشر ټرمپ ویلي وو، چې د هوکړې له مخې تر راتلونکو ۶ ساعتونو باید لومړی ایران اوربند پیل او له ۱۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته به اسراییل اوربند کوي او دا ۱۲ ورځنۍ جګړه به پای ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له اعلان وروسته اسراییل او ایران پر یو بل توغندیز بریدونه کړي او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.
# #IRAN #ISRAEL #US @UN @realDonaldTrump


