ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل خپاره شوي بیان کې ویلي چې ایران زموږ د هغوی داټومي تاسیساتو د لهمنځه وړلو په وړاندې رسمي ځواب ورکړی، خو دا یو ډېر کمزوری ځواب و، لکه څنګه چې موږ تمه درلوده، او موږ یې په اغېزناک ډول مقابله کړې ده.
څوارلس توغندي توغول شوي — ۱۳ یې ویشتل شوي، او یو یې “خلاص پرېښودل شوی”، ځکه چې هغه کوم ګواښ نه پېښاوه.
زه په خوښۍ سره راپور ورکوم چې هېڅ امریکایي ته زیان نه دی رسېدلی، او تقریباً هېڅ تاوان نه دی شوی.
تر ټولو مهم دا چې هغوی خپل “سیسټم” خالي کړ، او هيله ده نور نفرت ونه شي.
زه له ایرانه مننه کوم چې مخکې له مخکې یې موږ ته خبر راکړ، چې له امله یې ژوندونه وژغورل شول، او هېچا ته زیان ونه رسېد.
شاید اوس ایران وکولای شي د سیمې د سولې او همغږۍ پر لور ګام واخلي، او زه به له اسراییلو څخه په کلکه وغواړم چې همداسې وکړي. له تاسو څخه مننه چې دې موضوع ته مو پام وکړ!


