ویب ډیسک
ایران پوځ وایي چې هغوی په قطر کې د العُدید پوځي اډه د یو “ویجاړونکي او پیاوړي” توغندیز برید لاندې راوستې، چې دا برید د امریکا لخوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
د رویټرز یوه عیني شاهد ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي، وروسته له هغه چې تهران امریکا ته د خپلو اتومي تاسیساتو د بمبارۍ په بدل کې د غچ اخیستلو ګواښ کړی و.


