یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي

پاکستان د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي

ویب ډیسک

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او د سیمې د لا زیاتېدونکي کړکېچ له امله یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه هېواد ټینګار کړی، چې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو له ټولو اصولو سرغړونه ده او ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې مشروع حق لري چې له خپل ځانه دفاع وکړي.

اعلامیه کې راغلي: «د ایران پر وړاندې روان تیری او بې سارې زیاتېدونکی تاوتریخوالی د سختې اندېښنې وړ دی. د وضعیت هر ډول نور زیاتوالی به نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍ لپاره هم خطرناک او زیان رسوونکی وي».

پاکستان داسې مهال د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا څو ساعتونه وړاندې بریدونه وغندل چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د پوځ مشر، عاصم منیر، ولسمشر ټرمپ سره سپینه ماڼۍ کې پټه ناسته وکړه.

بل خوا پاکستان ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې د سولې او خیر غوښتونکي شخص په توګه د نوبل سولې جایزې ته هم نوماند کړی، خو ملګري ملتونه وايي ټرمپ ایران سره له «زور» کار اخیستی دی.

روښانه نه ده چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا B-2 بم غورځوونکو الوتکو د کوم هېواد نظامي اډې کارولې دي، خو ایران له دې وړاندې د دې کار له امله هېوادونو ته خبرداری ورکړی و.

#  #IRAN #PAKISTAN #ISRAEL #US @UN#

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه