دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ خبرداری،تهران د امريکا پر ضد هر ډول غبرګون وښيي، نو د...

ټرمپ خبرداری،تهران د امريکا پر ضد هر ډول غبرګون وښيي، نو د دې ځواب به تر اوسه ډېر سخت وي.

ویب ډیسک

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په سهار ايران ته خبرداری ورکړی چې که تهران د امريکا پر ضد هر ډول غبرګون وښيي، نو د دې ځواب به تر اوسه ډېر سخت او ځواکمن وي.

 

ټرمپ د خپل ټولنیز رسنیو پلیټفارم “ټروت سوشيل” (Truth Social) کې يو بيان خپور کړی او پکې ويلي يې دي:

“که ايران د امريکا پر ضد هر ډول انتقامي اقدام وکړ، نو موږ به ورته ډېر ځواکمن ځواب ورکړو – له دې څخه هم ډېر سخت چې نن شپه پېښ شول. مننه! ډونلډ جې. ټرمپ، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر.”

 

تر دې وړاندې، د يکشنبې په سهار خپلو خبرو کې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ايران اوس يوازې دوه لارې لري: “سوله يا تباهي.” هغه وويل، که ايران د خبرو اترو لار ونه نيسي، نو نور سخت بريدونه به پرې وشي.

 

ولسمشر ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې خپلو خبرو کې وويل:

“که ايران سوله و نه مني، نو راتلونکی بريدونه به ډېر لوی او ډېر اسانه وي.”

 

هغه وويل چې امريکايي بريد د اوږدې مودې يوه ستونزه حل کړه، څو ايران د اټومي وسلو له جوړولو منع شي. ټرمپ تور ولګاوه چې:

“څلوېښت کاله کېږي چې ايران ‘مرګ پر امريکا، مرګ پر اسرائيل’ شعارونه ورکوي. هغوی زموږ خلک وژلي، د هغوی بدنونه يې د ماينونو په واسطه ټوټې کړي دي.”

 

ټرمپ ادعا وکړه چې:

“د ايران اټومي تأسيسات په بشپړه توګه ويجاړ شوي، او که تهران د سولې لار و نه نيسي، نو نور اهداف به هم په نښه شي.”

 

هغه وويل:

“که ژر تر ژره سوله رانه شي، نو موږ به نور اهداف هم په بشپړ دقت، چټکتيا او مهارت سره په نښه کړو.”

 

د اسرائيلو لومړي وزير بنجمن نيتن ياهو د ولسمشر ټرمپ مننه وکړه او ويې ويل چې د ايران پر ضد امريکايي عمليات د اسرائيلو له بشپړې همغږۍ سره ترسره شوي دي. د هغه په وينا:

“د ايران اټومي پروګرام د اسرائيلو لپاره يو وجودي ګواښ دی، او د نړيوالې سولې لپاره هم يوه جدي ستونزه ده.”

 

نيتن ياهو په خپل ويډيويي بيان کې وويل:

“ولسمشر ټرمپ د بريد سمدستي وروسته له ما سره تماس ونيو.”

 

هغه دغه امريکايي بريد “يو تاريخي بدلون” وباله چې منځني ختيځ ته سوله راوستلی شي.

 

نيتن ياهو وويل:

“په نن شپه کې امريکا ثابته کړه چې د دې نړۍ بې ساری ځواک دی. د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې يو نوی تاريخي لوری ټاکل شوی، چې سيمه او نړۍ د خوشحالۍ او سولې خوا ته بيايي.”

 

هغه زياته کړه:

“لومړی ځواک راځي، بيا سوله راځي.”

 

ياده دې وي چې اسرائيلو د جون پر ۱۳مه د ايران پر ضد د خپل تاريخ تر ټولو ستر هوايي عمليات پيل کړي وو. د اسرائيلو ادعا دا ده چې هغوی داسې استخباراتي شواهد موندلي وو، چې ښيي د ايران اټومي پروګرام “د نه ستنيدو نقطې” ته رسېدلی و.

 

د نيتن ياهو په وينا:

“په دې عملياتو کې د اسرائيلو ځواکونو فوق العاده کارکردګي ښودلې، خو تر ټولو مهمه دا چې امريکا هغه څه وکړل چې د نړۍ بل هېڅ هېواد يې نشي کولای.”

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه