یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمقاله|د پاکستان او ایران تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو پراختیا: اټومي همغږي...

مقاله|د پاکستان او ایران تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو پراختیا: اټومي همغږي او نړیوال غبرګون

لیکنه : دیوا ملهوترا

د اسرائيل ورځپاڼې يروشلم پوسټ کې دیوا ملهوترا په خپلې  يوې مقاله کې لیکلي او وايي په داسې حال کې چې د منځني ختیځ وضعیت له نوي کړکېچه سره مخ دی، د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي نظامي تبادلې د نړیوالو اندېښنو نوی فصل پرانیستی دی. د دې وضعیت تر ټولو پاروونکې برخه د پاکستان له لوري له ایران سره ښکاره یووالي اعلان دی، چې په یوه بې‌سارې ژمنه کې یې د اټومي غبرګون ګواښ هم شامل دی.

 

د ایران د سپاه پاسداران پخواني قوماندان او د ملي امنیت شورا غړي، محسن رضایي، د یوې تلویزیوني مرکې پر مهال ادعا کړې چې که اسرائیل پر ایران اټومي برید وکړي، نو پاکستان به د خپل “شاهین-۳” اوږده واټن لرونکي توغندي له لارې پر اسرائیل اټومي برید وکړي. که څه هم د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف دغه څرګندونې نه دي تایید کړي، خو هغه یې صریحه رد هم نه ده کړې، چې دا وضعیت له ابهام او ستراتیژیک مبهم دریځ سره مل کړی دی.

 

د پاکستان د دریځ بدلون

 

پاکستان، چې له تاریخي پلوه یې خپلې اټومي وسلې د هند پر وړاندې د دفاع لپاره توجیه کړي، اوس داسې ښکاري چې د منځني ختیځ په اټومي محاسباتو کې هم ځای نیسي. دا بدلون د وزیراعظم شهباز شریف له هغې سفر سره هم‌مهاله دی چې تېره میاشت یې تهران ته وکړ، او هلته یې د ایران د مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي سره پر سیمه‌ییزو همکاریو خبرې وکړې.

 

شریف د ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام ملاتړ څرګند کړ، او د اسرائیل اقدامات یې په غزه او نورو سیمو کې د “نړیوال قانون ښکاره سرغړونه” وبلله. پاکستان دا هم غوښتي چې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پر اسرائیل فشار زیات کړي.

 

ستراتیژیکې محاسبې او سیمه‌ییز واقعیتونه

 

د پاکستان له لوري له ایران سره د اړیکو پراخول د څو عواملو پایله ده: له اسرائیل سره د اړیکو نه لرل، د فلسطین د قضیې ملاتړ، د چین او روسیې له خوا ستراتیژیک ملاتړ، او د اقتصادي فشارونو له امله د بدیل بازارونو او منابعو لټون.

 

د ایران–پاکستان د ګازو پایپ‌لاین پروژه، چې کلونه د امریکا د بندیزونو له امله ځنډېدلې وه، یو ځل بیا د فعالېدو احتمال لري. همداراز، له ایران سره اټومي همغږي کولای شي پاکستان د اسلامي نړۍ په ستراتیژیک محور کې ځای پر ځای کړي.

 

خو دا دریځ بې‌لګښته نه دی. د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې له ایران سره د اقتصادي یا پوځي همکاریو پراخوالی به د ثانوي بندیزونو لامل شي، چې دا به د پاکستان پر لا ځورېدلي اقتصاد بله ضربه وي. واشنګټن دا هم نغوته کړې چې له ایران سره د هر ډول اټومي همکارۍ تصور د نړیوال اټومي نه‌خپریدو چوکاټ ته جدي زیان رسوي.

 

سیمه‌ییز غبرګون او نړیوال انعکاس

 

د پاکستان دا احتمالي تګلاره اسرائیل، هند، او د خلیج هېوادونه اندېښمن کړي دي. دا هېوادونه ایران د سیمې د بې‌ثباتۍ عامل ګڼي او اوس یې پام د پاکستان له لوري د داسې یوه دریځ پر لور ور اړول شوی چې له وړاندې یې تمه نه کېده.

 

چین، چې د پاکستان تر ټولو لوی اقتصادي شریک بلل کېږي، له یوه اړخه ممکن د دې وضعیت څخه د امریکا پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته کړي، خو له بل اړخه، د اسرائیل سره یې ښې اړیکې دا پیچلې محاسبه ګرځوي.

 

پایله

 

پاکستان اوس د خپل بهرنۍ تګلارې په یوه حساس پړاو کې قرار لري. که له ایران سره د اټومي یا پوځي همکارۍ لوری غوره کوي، نو له امریکا، اسرائیل، او نورو لوېدیځو هېوادونو سره به اړیکې خرابې، بندیزونه به ورباندې ولګېږي، او نړیوال باور به یې زیانمن شي. که چیرې د ستراتیژیکې مبهمۍ لاره غوره کړي – یعنې له ایران سره یوازې د سیاسي، بشري او بیانیز ملاتړ تر حده پاتې شي – نو دا به هم په سیمه کې د نفوذ د زیاتېدو لامل شي، او هم به له نړیوال تقابل څخه د ځان ژغورنې یوه هڅه وي.

 

خو هغه اټومي ژمنې او څرګندونې چې د ایران له خولې د پاکستان په استازیتوب وړاندې کېږي، یو خطرناک پړاو پرانیزي. که څه هم دا پیغام ښايي د بازدارۍ لپاره وي، خو نړیوال سیاست کې د داسې ژمنو ابهام له جدي خطرونو سره مل وي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه