یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍخامناي ،امریکا هر ډول نظامي اقدام به له «نه جبرانېدونکي زیان» سره...

خامناي ،امریکا هر ډول نظامي اقدام به له «نه جبرانېدونکي زیان» سره مخامخ شي

ویب ډیسک

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ویلي چې د امریکا هر ډول نظامي اقدام به له «نه جبرانېدونکي زیان» سره مخامخ شي. ایرنا خبري اژانس چهارشنبه د جون پر ۱۸مه راپور ورکړی چې خامنه‌يي دا څرګندونې په خپل تازه پیغام کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې ایرانیان د «تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک درېږي» او د تحمیل پر وړاندې هېڅ چاته نه تسلیمېږي. خامنه‌يي ویلي: «ایرانی ملت د تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک درېږي، هماغسې چې د تحمیلي سولې پر وړاندې کلک درېږي او دا ملت به په تحمیل هېڅ چاته تسلیم نه شي.»

نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو کلکه نیوکه کړې ده. هغه زیاته کړې: «هوښیار خلک چې ایران، د هغه ولس او تاریخ پېژني، هېڅکله هم له دې ملت سره د ګواښونو په ژبه نه غږېږي، ځکه ایرانیان داسې خلک نه دي چې تسلیم شي. امریکایان دې پوه شي چې د امریکا هر ډول پوځي لاسوهنه به له شک پرته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي.» نن اکسیوس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې او په جدي توګه د ایران پر وړاندې جګړې کې د ګډون لپاره غور کوي.

دغه راز، پرون ټرمپ ویلي و چې پوهېږي خامنه‌يي چېرته «پټ» دی.

نوموړي ویلي چې خامنه‌يي د امریکا لپاره یو اسانه هدف دی. د یادونې ده چې شېبه په شېبه د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه زور اخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه