ویب ډیسک
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ویلي چې د امریکا هر ډول نظامي اقدام به له «نه جبرانېدونکي زیان» سره مخامخ شي. ایرنا خبري اژانس چهارشنبه د جون پر ۱۸مه راپور ورکړی چې خامنهيي دا څرګندونې په خپل تازه پیغام کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې ایرانیان د «تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک درېږي» او د تحمیل پر وړاندې هېڅ چاته نه تسلیمېږي. خامنهيي ویلي: «ایرانی ملت د تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک درېږي، هماغسې چې د تحمیلي سولې پر وړاندې کلک درېږي او دا ملت به په تحمیل هېڅ چاته تسلیم نه شي.»
نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو کلکه نیوکه کړې ده. هغه زیاته کړې: «هوښیار خلک چې ایران، د هغه ولس او تاریخ پېژني، هېڅکله هم له دې ملت سره د ګواښونو په ژبه نه غږېږي، ځکه ایرانیان داسې خلک نه دي چې تسلیم شي. امریکایان دې پوه شي چې د امریکا هر ډول پوځي لاسوهنه به له شک پرته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي.» نن اکسیوس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې او په جدي توګه د ایران پر وړاندې جګړې کې د ګډون لپاره غور کوي.
دغه راز، پرون ټرمپ ویلي و چې پوهېږي خامنهيي چېرته «پټ» دی.
نوموړي ویلي چې خامنهيي د امریکا لپاره یو اسانه هدف دی. د یادونې ده چې شېبه په شېبه د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه زور اخلي.


