ویب ډیسک
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي چې د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې د دې هېواد له فضا څخه د الوتنو شمېر زیات شوی دی.
د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله آصفي په وینا، دا وزارت په هوايي ډګرونو کې د الوتنو لپاره اړین خدمات وړاندې کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان هوايي حریم خوندي دی او هوايي شرکتونه کولی شي په خوندي ډول د خپلو الوتنو لپاره له دې لارې کار واخلي.
د هغه په وینا، د افغانستان هوايي حریم د ملکي الوتنو لپاره په بشپړه توګه خوندي دی. د هوايي الوتنو شمېر کله ناکله بدلون مومي، خو اوس مهال موږ زیاتوالی وینو.
د آمو ورځپاڼې د پانګوال اسدالله اسدي له قوله لیکلي، “ډیری الوتکې چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي مسافر وړونکې او بار وړونکې الوتکې دي، او د ټرانزیټ فیس په هره الوتنه کې له ۷۰۰ څخه تر ۸۵۰ ډالرو پورې دی.”


