سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران وايي ،نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره د اسراییلو بریدونه ودروي.

ايران وايي ،نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره د اسراییلو بریدونه ودروي.

ویب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، وایي چې ایران نه غواړي جګړه د سیمې نورو هېوادونو ته وغځېږي. نوموړي زیاته کړه چې پر اسراییلو د ایران د توغندیو بریدونه د ځان د دفاع په هدف ترسره شوي او که د اسراییلو رژیم خپله یرغلګري بنده کړي، دغه بریدونه به هم ودرېږي.

 

عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کې له سفیرانو، چارواکو، او د بهرنیو او نړیوالو ماموریتونو له مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د ایران مشروع دفاع به تر هغو دوام ولري څو چې د هېواد پر حاکمیت او ارضي بشپړتیا یرغل دوام لري.

 

هغه وویل، د اسراییلو یرغل “یو ستر ستراتیژیک اشتباه وه چې ښايي له مخکې پلان شوې وه او موخه یې د جګړې د پراخېدو هڅه وه.” نوموړي وویل: “خلیج فارس یوه ډېره حساسې او پېچلې سیمه ده، او که هلته هر ډول پوځي پرمختګ وشي، نه یوازې سیمه، بلکې ټوله نړۍ به اغېزمنه شي.” خو ټینګار یې وکړ چې ایران نه غواړي شخړه پراخه شي.

 

عراقچي زیاته کړه چې د جمعې له ورځې راهیسې د اسراییلو بې‌ساري او مرګوني هوایي بریدونه، چې پر ایران شوي، بې‌سارې دي او څرګند یرغل ګڼل کېږي. “د صهیونیستي رژیم لخوا پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وشول، چې تر ټولو مهم یې د نطنز اټومي تأسیسات او د تهران او نورو ښارونو استوګنیزې سیمې وې.”

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسراییلو نه یوازې نظامي کسان، بلکې پوهان، اټومي ساینسپوهان او قومندانان چې په خپلو کورونو کې وو، په نښه کړي او وژلي دي. “هغوی پر ماشومانو او بې‌ګناه ملکیانو بریدونه وکړل، په داسې حال کې چې د امریکا سره خبرې روانې وې، او شپږمه ناسته باید همدا نن ترسره شوې وای.”

 

هغه زیاته کړه: “نړیوال قوانین دا ډول اقدامات نه توجیه کوي، لکه څنګه چې تاسو ولیدل، د بشري حقونو قربانیان نه یوازې د فلسطین خلک وو، بلکې دا ځل نوې سرې کرښې هم تېرې شوې او پر ایران برید وشو.”

 

عراقچي ټینګار وکړ چې پر اټومي تأسیساتو برید د نړیوالو قوانینو جدي نقض دی، خو د بدبختۍ خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا دا کار له بې‌پامي سره مخ شو. “البته په اروپا کې داسې هېوادونه شته چې ځانونه متمدن بولي او وایي چې نړیوال قوانین مراعاتوي، خو د اسراییلو د غندنې پر ځای، یې ایران وغنده.”

 

د ایران د غبرګون په اړه، وزیر وویل: “زموږ ځواب د اسراییلو یرغل ته د ځان د دفاع پر اصل ولاړ و، کوم چې د هر هېواد قانوني حق دی. د لومړۍ شپې په بریدونو کې مو یوازې نظامي اهداف په نښه کړل، خو کله چې صهیونیستي رژیم پر اقتصادي اهدافو برید وکړ، موږ هم مجبور شوو چې د اسراییلو پر اقتصادي اهدافو، لکه تصفیې‌خونې، برید وکړو.”

 

په پای کې عراقچي ټولو حاضر دیپلوماتانو او د هغوی هېوادونو ته د اسراییلو د یرغل د غندلو او د ایران له ولس سره د یووالي د ښودلو له امله مننه وکړه. نوموړي هیله وښوده چې نړیواله ټولنه ژر تر ژره د اسراییلو جرمونه او یرغل ودروي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه