سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهازبکستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار...

ازبکستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی

ویب ډیسک

د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف یو وار بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی او دلته یې اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د پرمختګ کیلي بللې ده.

 

د ازبکستان ولسمشر دا څرګندونې د تاشکند نړیوال پانګولۍ په فورم کې کړې، او ویلي یې دي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د نړیوالو رغنده تعامل مهم دی.

 

ښاغلي میرضیایف دا هم ویلي چې د افغانستان ټیکاو او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د دوامدار پرمختګ کیلي ده.

 

د ازبکستان ولسمشر تر دې مخکې هم بار بار له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی و او دلته یې ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم بللی و.

 

ازبکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته له افغان چارواکو سره نږدې اړیکې پاللې او د یاد هېواد د بېلابېلو برخو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي دي.

 

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو هم تر دې مخکې د افغانستان په اړه د ازبکستاني چارواکو دریځ ستایلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه