ویب ډیسک
ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي له امریکايي استازو سره د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر همکارۍ غږېدلي دي.
دا لیدنه د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مرکزي آسیا څانګې د افغانستان چارو مرستیالې، ماري بیشاپینګ سره شوې ده.
د “کاسپين پوسټ” د راپور له مخې چې د ازبکستاني رسنيو له قوله یې خپور کړی، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان د وضعيت د سولې له لارې د حل لپاره د دوامدارو خبرو اترو پر اهميت ټينګار کړی.
ورته مهال په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې کړې دي.
ازبکستان او امریکا داسې مهال له افغانستان د ترهګرۍ ګواښ او دغلته د افراطیت پر ضد مبارزې په اړه خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې دفاع وزیر د طالبانو کنټرول لاندې افغانستان کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تراوسه د امریکايي او ازبکستاني استازو د دغې لیدنې په اړه چې د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ژمنې تازه کړي، څه نه دي ویلي.
# #US #Uzbekistan


