ویب ډیسک
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د مې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې، له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ زره او ۸۷۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۶۱ زره او ۱۳۲ کسان له ایران څخه او ۴۳ زره او ۷۴۱ نور بیا له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه او فشارونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
ای او ایم وایي، یاده شمېره د هغو کسانو په پرتله له دوه چندو زیاته ده چې د همدې مودې په ترڅ کې له افغانستانه بهر ته تللي دي. دغه موضوع د کډوالو د وضعیت جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.
کارپوهان وایي، که د راستنېدونکو لپاره د بیا میشتېدو اسانتیاوې برابرې نهشي، نو دا کډوال به له ګڼو ستونزو سره مخ شي، او بشري بحران به نور هم ژور شي.


