دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېره میاشت په ټول پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله...

تېره میاشت په ټول پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

ویب ډیسک

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېرنو مرکز په دغه هېواد کې د تېرې می میاشتې بریدونو او له امله یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړی دی.

 

راپور کې راغلی، چې تېره میاشت په ټول پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

 

د PICSS یا د پاکستان شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز ادعا کوي، چې دغو وسله والو بریدونو کې د ۴۶ عامو خلکو د وژل کېدو سربېره په عملیاتو کې سلګونه وسله وال هم وژل شوي.

 

راپور زیاتوي چې دا د تېرې اپرېل میاشتې په پرته د وسله والو ډلو له لوري په بریدونو کې ۵ سلنه زیاتوالی ښيي، چې تر ټول زیات یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي.

 

خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې داسې مهال د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکول کېږي، چې په پنجاب، سند او آزاد کشمېر کې هېڅ وسله واله پېښه نه ده شوې.

 

که څه هم دا هغه وسله وال بریدونه دي، چې د پاکستان په دننه وسله والو کړي، خو په می میاشت کې د هند او پاکستان پوځي نښته کې هم په دغه هېواد کې لسګونه د ترهګرو ډلو غړي او پاکستاني پوځیان ووژل شول.

 

د سیمې د امنیتي وضعې څارونکي وايي، پاکستان په کور دننه له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دی، چې په بلوچستان کې د بلوڅو د آزادۍ ځواکونو وروستي پرمختګونه هم دغه هېواد ته اندېښمنوونکي بلل کېږي.

 

# #Pakistan #Balochistan #KPK #MayAttacks #PICSS

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه