ویب ډیسک
غلام نبي اووه کاله وړاندې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره له بې وزلۍ، ناامنۍ او بې روزګارۍ د خلاصون په موخه ایران ته تللی و خو نن له کلونو کډوالۍ وروسته په جبري توګه کابل ته راستون شوی دی.
غلام نبي وایي: «موږ هلته د بې وزلۍ له امله ولاړو، هيله مو دا وه چې هلته به مو ژوند ښه شي. په دوه یا درې کلونو کې هیڅ چا هم زموږ پروا نه ونکړه خو په وروستیو میاشتو کې فشارونه زیات شول. تل مو د پولیسو له خوا ځان پټاوه، خو اخر موږ د شپې شاوخوا څلور بجې ونیول شوو او کمپ ته مو یوړو.»
د نوموړي سربېره، زرګونه نورې کورنۍ هم د راستنېدو په حال کې دي چې کلونه یې په ایران یا پاکستان کې ژوند کړی، خو اوس اړ دي چې افغانستان کې له سره کور جوړ کړي.
له ایرانه را اېستل شوې، عارفه وایي: «موږ له پولې بېرته راغلو، اوس له ډېرو ستونزو سره مخ یو. یو وخت مو د بل چا په هېواد کې ژوند کاوه اوس خپل هېواد ته راګرځېدلي یو. له خپله حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»
عزیز هم له پاکستانه را ایستل شوی او وایي: «موږ په پاکستان کې کار کاوه خو اوس چې افغانستان ته راستانه شوي یو، له سختو ستونزو سره مخ یو او ملاتړ ته اړتیا لرو.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نوي راپور لمخې، د روانې میاشتې له ۱۱مې تر ۱۷مې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۰۷ زره افغان کډوال را ایستل شوي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، په داسې حال کې د کډوالو د مهار لپاره چمتووالی نه دی نیول شوی، په دغه راز پراخه کچه د دوی را ایستل هېواد کې یو نوی ناورین رامنځته کوي.
د کډوالو د حقونو فعال، محمدخان طالبی محمدزي و ویل: «تر هغه چې د کډوالو بېرته راستنیدنه داوطلبانه او د نړۍوالو سازمانونو تر ملاتړ لاندې ترسره نه شي، دا کار د بشري حقونو سرغړونه بلل کیږي. نړۍوال سازمانونه او بشري بنسټونه باید له کوربه هېوادونو سره د سختو پالیسو په اړه خبرې وکړي، څو د کډوالو ستونزې کمې شي.»
ورته مهال، د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د سیاسي فشار له لارې دې پاکستان دې اړ کړي څو د کډوالو له جبري ایستلو لاس واخلي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي: «اروپایي ټولنه باید په افغانستان کې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو له راستنو شویو کډوالو او د هغوی له کوربه ټولنو اغېزناک ملاتړ وکړي.»
تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ویلي و، چې یوازې په روان زېږیز کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۳۸۰ زره افغان کډوال را ایستل شوي او ټینګار یې کړی و چې افغانستان د دومره شمېر کډوالو د منلو لپاره چمتووالی نه لري.


