سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ ویاند ،د ۲۴۰ میلیونو خلکو لپاره د اوبو بندول ممکن...

پاکستان پوځ ویاند ،د ۲۴۰ میلیونو خلکو لپاره د اوبو بندول ممکن نه دي.

د هندوستان د لومړي وزیر د هغه ګواښ په غبرګون کې چې ویلي یې و پاکستان نشي کولی د خپلو سیندونو اوبه واخلي، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، یوازې احمق به باور وکړي چې هند کولی شي د پاکستان اوبه بندې کړي.

چودري د الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ۲۴۰ میلیونو خلکو لپاره د اوبو بندول ممکن نه دي.
هغه روښانه کړه چې شپږ سیندونه د کشمیر له سیمې سرچشمه اخلي او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو له مخې، کشمیر لا هم یوه شخړیزه سیمه ده.

چودري زیاته کړه: «که د کشمیر خلک پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره یوځای شي، ټول هغه سیندونه به زموږ شي او هند به د یوه ساحلي ټيټې کچې هیواد په توګه بدل شي. په هغه وخت کې، دا به پاکستان وي چې پرېکړه کوي چې له دې وضعیت سره څنګه چلند وکړي.»

هند وروسته له هغه چې د کشمیر په یوه اداره شوې سیمه کې یو مرګونی برید وشو، اعلان وکړ چې د پاکستان سره د سند اوبو تړون به ځنډوي.

نوي ډیلي اسلام اباد د دې برید مسوول بولي، هغه تور چې پاکستان ردوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه