سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران او امریکا تر منځ خبرو پنځم پړاو روم کې کیږي

ایران او امریکا تر منځ خبرو پنځم پړاو روم کې کیږي

ویب ډیسک

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، له امریکا سره د اټومي پروګرام پر سر د نامستقیمو خبرو په موخه پلازمېنې روم ته ولاړ.

 

تراوسه د پنځمې ناستې د احتمالي پایلو په تړاو څه نه ویل کېږي، خو له دې وړاندې د عمان په کوربه توب څلور ناستې ګټورې بلل شوې دي.

 

عباس عراقچي په یوه بیان کې ټينګار کړی، چې د اټومي پروګرام پر سر د پرېکړې وخت رارسېدلی خو له امریکا سره د اټومي وسلو په صفر کولو هوکړه لري، نه د یورانیمو غني کولو د کچې پر صفر کولو.

 

که څه هم د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي له متحده ایالاتو سره د خبرو نتیجې ته خوشباوره نه دی، خو ولسمشر ټرمپ واضح کړې، چې ایران اټومي وسلو لرلو ته نه پرېږدي.

# #US #Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه