سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعاصم منیر پاکستانۍ رسنۍ خپل ویاړ ګڼلی او باور یې ښودلی چې...

عاصم منیر پاکستانۍ رسنۍ خپل ویاړ ګڼلی او باور یې ښودلی چې د هند پر وړاندې یې له پوځ سره یوځای جګړه وکړه.

ویب ډیسک

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پاکستانۍ رسنۍ خپل ویاړ ګڼلی او باور یې ښودلی چې د هند پر وړاندې یې له پوځ سره یوځای جګړه وکړه.

 

عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ رتبې ورکړې پر مهال هغه د پاکستاني رسنیو رول ستایلی او ویلي یې دي، چې دوی نړۍ ته وښوده چې تر خلکو یوازې ریښتیا رسوي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان رسنیو هند سره د جګړې پر مهال ادعاوې وکړې، چې دغه هېواد په پاکستان کې ملکي خلک په نښه کړي او ښځې او ماشومان یې وژلي – هغه څه چې هند رد کړل.

 

د معلوماتو له مخې د پاکستان خبریالان، انلاین پاڼې، تلویزیونونه او ورځپاڼې اکثره د هغو موضوعاتو له خپرولو ډډه کوي چې د پوځ او یا امنیتي پالیسیو پر ضد وي.

 

راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت هغه رسنۍ او خبریالان تر سختو فشارونو او سانسور لاندې راوستي دي، چې د دغه هېواد د پوځ پالیسیو ضد خپرونې یې کړي دي.

 

بل خوا په خیبرپښتونخوا کې ملتپال سیاستوال او د ګوندونو استازي نیوکه کوي، چې پاکستانۍ رسنۍ له پښتنو او د دوی په سیمو کې پر روانو ظلمونو غږ نه پورته کوي.

 

دې اندېښنو ته په پام د خیبرپښتونخوا له ولسونو غوښتل شوي وو، چې په خپلو سیمو کې د پاکستاني ریاست د «تېریو» په اړه د ټولنیزو رسنیو له لارې فعالیت روان وساتي او خپل غږ پورته کړي.

# #KPK #Pakistan #Media

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه