دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار ،پاکستان باید د ایتلافونو په جوړولو سره له افغانستان، چین...

اسحاق ډار ،پاکستان باید د ایتلافونو په جوړولو سره له افغانستان، چین او بنګله‌دېش سره د راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي. 

ویب ډیسک

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین تر سفر وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان باید د ایتلافونو په جوړولو سره له افغانستان، چین او بنګله‌دېش سره د راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.

 

خو اسحاق ډار په دې اړه چې ایا دغه ایتلافونه به سیاسي، پوځي او که اقتصادي وي، مالومات نه دي ورکړي.

 

هغه د اسلام‌اباد – کابل په اړیکو کې وروستیو ترینګلتیاو ته په اشارې ویلي، دغه اړیکې په وروستیو کلونو کې پیکه شوي خو په خبره یې، افغانستان ته یې په وروستي سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

 

نوموړي زیاته کړې: «د تېرې ورځې درې اړخیزې غونډې یوه اصلي کاري اجنډا لرله چې درې واړه هېوادونه باید اجازه ور نکړي چې خاورې یې د ترهګرو له لوري د بل هېواد پر وړاندې وکارولې شي. دغه راز باید ټول هېوادونه له خپلو خاورو د ترهګرۍ د له منځه وړلو هڅې وکړي.»

 

شنونکي په دې باور دي چې که دغه ایتلاف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یا اقتصادي همکارۍ پر چوکاټ بدل شي نو د سیمې د ثبات لپاره به مثبت ګام وي.

 

دوی ټینګار کوي چې پاکستان باید له کابل سره د ترینګلتیا کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د خبرو فضا لا پیاوړې کړي.

 

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: «که د پاکستان هدف دا وي چې افغانستان یوه پوځي ایتلاف ته داخل کړي، دا د افغان ولس په ګټه نه دی. خو که اقتصادي ایتلاف وي نو باید پراخ شي او یوازې بنګله‌دېش، چین، پاکستان او افغانستان نه بلکې هند، ایران او نور سیمه‌ییز هېوادونه هم پکې شامل شي. دا به د افغانانو په ګټه وي.»

 

د سیاسي چارو بل شنونکي، احمدخان اندړ و ویل: «موږ هیله لرو چې پاکستان د اسلامي امارت په هوکړې او مشورې یو ستر ایتلاف اعلان کړي او له اسلامي امارته غواړو چې د هېواد د ملي ګټو، سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پام کې نیولو سره مخته لاړ شي.»

 

ورته مهال، د چین بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه درې اړخیزه غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او اسحاق ډار د سفیرانو تر کچې د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لوړولو هوکړه کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه