دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپه افغانستان کې د فیوډالیزم ، خان خاني او ملک الطوایفي ریښې...

په افغانستان کې د فیوډالیزم ، خان خاني او ملک الطوایفي ریښې ، پیدایښت او اغیزې

لیکنه : غلام حضرت احساس

په افغاني ټولنه کې د فیوډالیزم، خان خاني او ملک‌الطوایفي سیستمونه د تاریخ له اوږدو پړاونو را پدې خوا د ټولنیز جوړښت ډیرې مهمې برخې او ځانګړتیاوې دي . دا سیستمونه په تدریجي ډول د مرکزي دولتونو د کمزوریو ، قبیلوي جوړښتونو او بهرنيو یرغلونو له امله را منځته شوي او وده یې کړې ده . په ځانګړي ډول د افغانستان د منځنیو پیړیو څخه تر شلمې پېړۍ پورې د فیوډالي نظام بنسټونه هغه مهال ځواکمن او غښتلي شول چې د خانانو، ملکانو، قبیلوي مشرانو او روحانیونو په شکل کې د واک او ثروت مرکزونه منځته راغلل. دغه اشخاص نه یوازې د خپلو سیمو د سیاسي او نظامي واک مالکین وو، بلکې د پراخو ځمکو، څړځایونو، او طبیعي منابعو د مالکیت له امله یې اقتصادي ځواک هم درلود.

 

د دغو فیوډالانو او خانانو د شتمنیو سرچینه په ډېرو مواردو کې زور زیاتی، قهر او غصب و، نه قانوني یا عادلانه معاملې. دوی د غښتلي مرکزي دولتونو د نشتوالي او یا هم د هغوی د ملاتړ له امله پر خپلو سیمو بشپړ تسلط درلود . بزګران او غریب خلک د مجبورۍ له امله د دوی خدمت ته غاړه ایښودله. خانانو اکثرا د خپلو زامنو ، قبیلو او افرادو په مرسته د کمزورو کورنیو ځمکې لاندې کولې، په جعلي اسنادو، درغلیو یا فزیکي زور له لارې یې د خلکو ملکیتونه غصب کول. همدارنګه، کله ناکله دوی د امیرانو یا پاچاهانو لخوا د انعام په توګه پراخې ځمکې تر لاسه کولې چې د دولت له منابعو څخه یوه لویه برخه د شخصي ملکیت بڼه غوره کوله. فیوډالو ، ملکانو او خانانو تل هڅه کوله چې د خپلې واکمنۍ قانوني بڼه وړاندې کړي . پداسې حال کې چې د دغو ملکیتونو شالید یا پسمنظر د ظلم، استثمار او ناروا ګټو پر بنسټ ولاړ وو.

د دوی چلند له بزګرانو سره استثماري او تحقیر کوونکی و. بزګران د خانانو له اجازې پرته د خپل ژوند د کوچنیو تصمیمونو حق هم ندرلود. هغوی اړ وو چې د خپلو ځمکو محصول یوه لویه برخه خان ته ورکړي، حتی که فصل یې له وچکالۍ یا ناروغیو څخه زیانمن شوی هم و ، بزګران جبرا اړ وو چې خانانو او زمیندارانو ته هماغه اندازه محصولات ورکړي چې خانانو لخوا ورته ټاکل شوې وه چې ننۍ مروجه اصطلاح یې اجاره ده . د دې ترڅنګ خانانو به د بزګرانو زامن په جبري او شاقه کارونو هم ګومارل ، د بزګرانو ښځې به د خانانو او ملکانو په کورونو کې د لوښو او کالیو په مینځلو اخته او هغو سره به نا سم او توهین آمیزه چلند هم کیده چې دا په ټولنه کې د بشري کرامت پر وړاندې یو ستر ننګونکی حالت دی .

خانانو ، ملکانو او ملک الطوایف خپله طبقه په فرهنګي لحاظ هم له عوامو څخه جلا ګڼله . دوی تعلیم ته لاسرسی درلود ، د حکومتي ادارو استازي بلل کیدل خو عام بزګران له علم، پرمختګ او ښاري ژوند څخه بې برخې ، ناپوهي او محرومیتونو سره مخ وو. خان به خپل ناظر درلود او ناظر به یې د بزګرانو دپاره د یو ژاندارم په توګه کارول کیده .

 

د دغه سیستم دوام له یوه اړخه د ټولنې اقتصادي او ټولنیزه وده محدوده کړې او له بل اړخه یې نابرابرۍ ته زمینه برابره کړې وه. له همدې امله د ځمکو د اصلاح اړتیا له ډېرو کلونو وړاندې محسوسه وه.

د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې په ځانګړې توګه د ظاهر شاه او وروسته د داوود خان په وخت کې د ځمکو اصلاحات په یوه مهمه اجندا بدله شوه خو عملي پلې کول یې نیمګړی پاتې شول . پدې هکله تر ټولو پراخ او اساسي اقدام د کال ۱۳۵۷ وروسته د خلق دموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال وشو . کله چې د هغه مهال خلقي واکمنۍ لخوا د یو تقنینی فرمان له مخې د ځمکو اصلاحات اعلان شول . د دغه فرمان پر بنسټ د فیوډالیزم سیستم د رسمي قانون له مخې ړنګ شو او ځمکې له فیوډالانو، خانانو او ملکانو څخه واخیستل شوې او د بزګرانو تر منځ د یوې عادلانه پروسې د لارې وویشل شوې. دا یو تاریخي تحول و چې له امله یې د زرګونو بزګرانو ژوند ته نوې هیلې ور پیدا شوې او هغوی د لومړي ځل دپاره د خپل کار حاصل ته خپله حق لرونکې مالکان وګرځېدل.

خو دغه اصلاحات ډېر ژر د یوې سترې تراژیدي سره مخ شول ، هغه دا چې کال ۱۳۵۸ د جدې په شپږمه نیټه پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان وسلوال یرغل وکړ ، د هغه مهال ولسمشر حفیظ الله امین یې د یو شمیر کورنیو غړو سره وواژه د هغه خپلواکه واکمني ړنګه کړه او خپل لاسپوڅې یې جبرا پر افغانانو وتپل . شوروي یرغل سره هم مهاله د جګړو، سیاسي بحران، او ټولنیزو ګډوډیو له امله نه یوازې د ځمکو اصلاحاتو تطبیق ټکنی شو، بلکې د بزګرې طبقې لپاره یوه نوې غمیزه پیل شوه . دې وضعیت فیوډالانو، خانانو او ملکانو ته دا فرصت ورکړ چې بېرته راپاڅي او له وسلوالو ډلو، تنظیمي ځواکمنو او خپل قبیلوي ملاتړ سره یوځای پر بزګرانو باندې مرګوني ګوزارونه وکړي. ډېرې هغه ځمکې چې بزګرانو ته ورکړل شوې وې، بېرته له هغو څخه واخیستل شوې، ځینې یې ووژل شول، وویستل شول، یا مجبوره شول چې د پخوانیو خانانو او ملکانو په واک کې بېرته خدمت ته غاړه کیږدي .

 

دا پېښه د افغانستان د بزګرې طبقې لپاره تر ټولو ستره تراژیدي وه، ځکه چې هغوی د تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل د قانون له مخې پر ځمکې د مالکیت حق تجربه کړی ، خو بیا یې دا حق د زورواکو له خوا په خونړي ډول ترې واخیستل شو. دا وضعیت نه یوازې د ټولنیز عدالت، بلکې د اعتماد، وطن‌پالنې او اقتصادي ودې لپاره یوه کلکه ضربه وه چې منفي تاثیرات یې تر ننه پورې محسوس دي.

 

نن ورځ سره لدې چې فیوډالي سیسټم رسمي بڼه نلري خو د هغې ناوړه اغیزې لا هم محسوسې دي. د ځمکو ملکیتونو مسایل لا تر اوسه شفافیت نلري او ګڼشمیر کسان هڅه کوي چې د خپلو نیکونو لخوا د غصب شوو ځمکو قانوني اسناد جوړ کړي ، ترڅو پرې دعوا وکړي چې ګنې دا ځمکې د دوی پلرونو او نیکونو لخوا د پیسو په بدل کې اخستل شوې دي . حال دا چې تاریخي شواهد، عیني واقعیتونه او د خلکو روایتونه دا ښيي چې دا ملکیتونه د زور، غصب، درواغو اسنادو، یا د حکومتي اړیکو له لارې تر لاسه شوي دي. دې ادعاوو ته دوی یوازې د یو ناروا واقعیت مشروع بڼه ورکوي او له تاریخي واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.

 

د دې لپاره چې یوه عادلانه، سوله‌ییزه او متوازنه ټولنه رامنځته شي، اړینه ده چې د ملکیت د تاریخ شفافه ارزونه وشي، د بزګرانو حقونه وپېژندل شي او دا ومنل شي چې هره ادعا د قانوني سند تر څنګ باید اخلاقي او تاریخي صداقت هم ولري. فیوډالي سیستم نه یوازې اقتصادي زیانونه اړولي، بلکې د ټولنیز شعور، انساني کرامت، او د طبقاتي عدالت پر وړاندې یې کلک خنډونه هم رامنځته کړې دي پکار ده چې دې کار ته د پای ټکی کیښودل شي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه