دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزي له ملګرو ملتونو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د...

محمود خان اڅکزي له ملګرو ملتونو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډې غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

ویب ډیسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان خان اڅکزي له ملګرو ملتونو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډې غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

 

اڅګزي زیاته کړې، چې داسې یوه ناسته باید جوړه شي، چې پکې د افغانستان په اړه د ټولو اندېښنو او غوښتنو په اړه ګاونډي هېوادونه بحث وکړي او ګډې پایلې ته ورسېږي.

 

که څه هم په ځانګړې توګه طالبانو او پاکستان هڅه کړې، چې په وروستیو کې خپلې اړیکې عادي او اندېښنې حل وښيي، خو له دې وړاندې پاکستان تور لګولی چې طالبان اجازه ورکوي، څو افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي.

 

د منځنۍ آسیا هېوادونو سربېره، په سیمه کې ایران، چین او ځینو نورو هېوادونو هم له دې وړاندې ټینګار کړی، چې طالبان باید اجازه ورنه کړي، څو دوی ته له افغانستان ګواښ پېښ شي.

 

د ملي عوامي ګوند مشر غوښتنه کړې، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې داسې یوه تړون ته ورسېږي، چې د یو او بل خپلواکي ومني او په چارو کې نه مداخلې ته درناوی ولري.

 

بل خوا طالبان هم ټینګار کوي، چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې په دغه هېواد کې د ناامنیو مسوول افغانستان نه ګڼي او خپلې ستونزې باید خپله حل کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او د چین، ایران، پاکستان او سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ګډو استازو لیدنې کړي او پر سیمه ییز ثبات یې ټینګار کړی دی.

# #Afghanistan #Region

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه