دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان روسي شرکت سره د تیلو استخراج او پروسس لپاره لومړنی تړون...

افغانستان روسي شرکت سره د تیلو استخراج او پروسس لپاره لومړنی تړون لاسلیک کړی دی

ویب ډیسک

طالبانو د روسیې هېواد د کازان غونډې په څنډه کې له یوې روسي شرکت سره د تیلو استخراج او پروسس لپاره لومړنی تړون لاسلیک کړی دی.

 

د روسیه ریانووستي خبري اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قوله ویلي، چې د دې تړون له مخې به د انټیکوي په نوم روسي شرکت په افغانستان کې د تیلو پروسس فابریکې جوړې کړي.

 

په افغانستان کې د روسیه د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیبولین ویلي، چې دا شرکت به ډېر ژر د تیلو استخراج لپاره کیندنې پیل کړي.

 

دا د افغانستان او روسیه ترمنځ د تیلو استخراج لومړنی تړون دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه