یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکله عبدالله: د ایف سي کله ترڅنګ چاودنه شوې لکبله يي دو...

کله عبدالله: د ایف سي کله ترڅنګ چاودنه شوې لکبله يي دو کسان مړه او پنځلس ټپیان شوي

 

پښتو جرنل

– د ایف سي کله ترڅنګ يوه زوروره چاودنه شوې ده، چې له امله یې د دوو نه زيات کسان وژل شوي او له پنځلسو نه زيات ټپيان شوي دي، دا خبره د کله عبدالله مرستيال کمشنر رياض خان کړې ده.

 

د مرستيال کمشنر په وينا، چاودنه دومره زوروره وه چې ګڼو دوکانونو او موټرو ته یې سخت زيان اړولی دی.

 

د ده په وينا، ظاهراً ترهګر د ایف سي کله شاته دېوال الوځول غوښتل، چې له دېوال سره نږدې يوه بازار هم موقعيت لري.

 

د چاودنې وروسته د ایف سي سرتېرو او وسله والو کسانو تر منځ ډزو هم شوې ده.

 

پېښه د امنيتي چارواکو له خوا تر پلټنو لاندې ده، او د ځايي روغتونونو چارواکو ته امر شوی چې ټپيانو ته بېړنۍ طبي مرستې ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه