سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې د افغان کډوالو د ویزې نوي کولو پروسه بنده شوه

پاکستان کې د افغان کډوالو د ویزې نوي کولو پروسه بنده شوه

ويب ډيسک

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې هلته د ټولو افغان کډوالو لپاره د ویزو د نوي کولو پروسه بنده شوې ده.

د پاکستاني حکومت دې پرېکړې د هغو زرګونه افغان کډوالو پر ژوند اغېز کړی چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي.

پخوا د POR او ACC کارت‌لرونکو په ګډون ځینو افغان کډوالو د خپلو وېزو موده غځولی شوای، خو اوس دا پروسه بنده شوې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا اقدام د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروسې د چټکولو په موخه شوی، او ډیری هغه خلک له جبري ایستلو سره مخ شوي چې د وېزو مودې یې نه دي غځول شوې.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه او تر اوسه یې له ۱٫۳ میلیون ډېر افغانان رالېږلي دي.

بلخوا په پاکستان کې رسینو ته ویلي چې په پاکستان کې ځینې داسې افغانان هم نیول شوي چې د استوګنې قانوني اسناد لري.

که څه هم د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د پاکستاني حکومت دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی، خو پاکستاني چارواکو بار بار د ټولو کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه