سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيګریټر بهارت؛ د هند فرهنګي یرغل او د پښتو ژبې استعمار

ګریټر بهارت؛ د هند فرهنګي یرغل او د پښتو ژبې استعمار

 

لیکنه: مقتصد 

 

هند د “ګریټر بهارت” د ملت‌پالې نظریې پر بنسټ، یوازې د خپلو داخلي پولو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې هڅه کوي چې خپل کلتوري، ژبني او سیاسي نفوذ له تاریخ څخه د بې‌بنسټه ادعاوو پر مټ، د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځوي. دا نظریه د هند د ملت‌پالو حلقو له خوا داسې وړاندې کېږي، چې ګواکې پخوانۍ سیمې لکه افغانستان، نیپال، سریلانکا او میانمار د هندوانو د تمدن برخه وې، نو باید د “هند د تاریخي تمدن” په نامه یو ځل بیا د هند تر نفوذ لاندې راشي.

 

په افغانستان کې د هند تازه فرهنګي فعالیتونه، له همدې نظریې سرچینه اخلي. د هندي دولت له لوري د “پښتو چینل” جوړول د بیان ازادۍ یا د فرهنګي تنوع لپاره نه، بلکې د کلتوري یرغل، فکر جوړونې او رواني استعمار یوه خطرناکه وسیله بلل شي دغه کار امریکا هم کړی و چې د وايس اف امريکا او آزادي راډيو لپاره يي داسې راډيوګانې په خلکو وويشلې چې هم يي بېټرۍ خوړې، هم يي سولر سیستم درلود او هم په هنډل چارج کېدلې. هند هڅه کوي چې د پښتنو هویت، ژبه او تاریخي شعور د خپلې ایدیالوژۍ تر سیوري لاندې راولي او د افغانستان ملتونه د خپل فرضي تمدن برخه معرفي کړي.

 

په داسې حال کې چې طالبان د هېواد له فرهنګي، سیاسي او ژبني استقلال څخه په بشپړه توګه بې‌وسه شوي، همدا خلا هند ته زمینه برابره وي چې د “ناسیاسي فرهنګي” نوم لاندې خپل ملت‌پال او نفوذ غوښتونکی ایجنډا افغانستان ته وارد کړي. دا یو شعوري هڅوونکی قدم دی، چې هدف یې دا نه دی چې پښتو ژبه پیاوړې شي، بلکې دا ده چې د پښتنو ذهنیت د هندوتوا ایدیالوژۍ پر لور واړوي.

 

بناً؛ موږ باید د پښتو ژبې او افغان کلتور د خپلواک هویت دفاع وکړو، نه دا چې هغه د نورو ملت‌پالو نظریو قرباني شي. دا مهمه ده چې خلک د فرهنګي یرغل، نرم نفوذ او رواني استعمار پر ضد پوهاوی پیدا کړي.

 

افغانستان نه د چا فرهنګي شتمني ده، نه تاریخي ملکیت. زموږ ژبه، هویت او تاریخ باید زموږ له خوا وساتل شي، نه د هغو خلکو له خوا چې د یووالي تر نامه لاندې استعمار ته بستر جوړوي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه