سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند کابل کې یو ځل بیا د ویزو ورکولو بهیر پیلوي

هند کابل کې یو ځل بیا د ویزو ورکولو بهیر پیلوي

ویب ډیسک

د افغانستان سرپرست حکومت، بهرنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینې وایي، چې هندي چارواکو له افغان لوري سره په څو جلا ناستو کې ژمنه کړې چې هند به ژر تر ژره خپل سفارت په کابل کې بیا پرانیزي او افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر له سره پيل کړي.

سرچینې زیاتوي چې دغه ژمنې اوس د عملي ګام اخیستو وروستیو پړاوونو ته رسېدلې، او تمه ده چې ډېر ژر د افغان سوداګرو، محصلینو، ناروغانو او عامو خلکو لپاره د ویزو ورکولو پروسه بېرته پیل شي.

همداراز، د کابو پنځه کلن ځنډ وروسته، هند چمتووالی ښودلی چې د کابل او نوي‌ډیلي ترمنځ ورځني هوایي پروازونه بیا پيل کړي.

افغان سوداګر، محصلین او ناروغان له کلونو راهیسې د ویزو د نه ورکولو او د سفارتي خدمتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه