دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

سور شال

سور شال

ليکواله: حميده وزيري

د کور پر وره يې ځای ځای رنګ پاتې و، تېږه مې را پورته کړه، په زنګ وهلي ځای مې ورو وروټک ټک کړه.
کوچنۍ نجلۍ د وره له مينځه سر را بهر کړ، څېره مې یې ونه پېژنده، ترې ومې پوښتل:

ـ په کور کې څوک شته؟
نجلۍ مې په تور رنګ شوي بوټونو کې سترګې خښې کړې وې، تور اوږده باڼه یې له وروځو سره ولګیدل، سر یې را پورته کړ، برګ برګ يې راته وکتل، چپه خوله ولاړه وه، لکه هېڅ یې چې اورېدلي نه وي، بیا مې ترې وپوښتل:
_انا دې کور ده؟
نجلۍ وچې سترګې راته نیولې وې، په دې وخت کې د کور له دننه د ښځې غږ راغی:

– څوک دي وه لوري، چې داسې ورته ولاړه یې!؟
نجلۍ په وره کې سر ننويست، منډه یې کړل، د پښو ترپا ورو ورو را نږدې کېده، په ګونځو ګوتو یې د وره پله د کور خوا ته کش کړه، په ښي لاس یې عینکې سمې کړې، په ځیر ځیر یې راته وکتل، يو ناڅاپه يې له خولې اواز پورته شو:
_ اجمله زويه! ته يې؟
لاسونه يې را اوږده کړل، سر مې ور ټيټ کړ، ښکل يې کړم، کور ته یې دننه شوم، کوڅۍ يې تر غوږ تاو کړه، ګونځې مخ یې را واړاوه:
– دا شپږ کاله چېرته وې، یو ځل خو به دې زموږ احوال اخیسته؟
په انګړ کې ایښودل شوي کټ کې کښېناستم، ځان مې را ټول کړ:

– انا! ته هم عجیبه خبرې کوې، دومره ولور مو ایښی و، چې له وسې مې پورته و، مجبور وم چې وطن مې پرې ایښی وای او ستاسو دا پور مې درته پوره کړی وای.
ښځې سر ټيټ کړ، انګړ ته مې وکتل، څوک پکې نه ښکارېدل، بېرته مې مخ ور راواړوه:

– انا! په دغو شپږو کلونو کې مې زرو د يوې شیبې لپاره نه ده هېره کړې، زما پر راتګ به خوشاله وي.
انا په ګوتو کې د پلو پیڅکه راپورته کړه، سترګې یې پرې وچې کړې، لاس مې ترې ونیوه:

– و انا! زرو خو لرې نه بیایم، ټول په يوه کلي کې یو.
له دې خبرې سره د ښځې سلګۍ زياتې شوې، ټيکری یې په سترګو پورې ونیوه، له څنګه مې پورته شوه، د کوټو په لوري وخوځېده، څه ځنډ وروسته یې د پلو لاندې په سره رنګ څه نیولي و.

په څنګ کې مې ودرېده، له لاس یې ونیولم، له کور څخه را و وتلو، د سلګیو غږ به یې کله کله په زوره شو.
په هدیره کې یې د قبرونو له څنګه تېر کړم، لرې یې یوه قبر ته ودرولم، پلو یې له لاسه وغورځاوه، ګوته یې قبر ته سیخه کړه:

-دا ستا زرو ده!
تياره مې په سترګو کې تته شوه، له پښو مې دمه تللې وه، په قبر مې ځان ور واچاوه، چیغو مې غوږونه درانه کړل.
انا لاس پر مټ را کېښود، د ځان پر لوري یې ور کش کړم، سر مې یې په سینې پورې ونیوه، د ښځې اوښکې مې په مخ وڅڅېدې، په سلګیو کې مې ترې وپوښتل:
– ولې، ولې مو داسې راسره وکړل؟
ښځې په پوزه ټيکری تېر کړ:

– زويه! موږ په خدای ج که ملامت یو، ته چې لاړې د دې حالت ورځ تر بلې خرابېده، ډاکټرانو ويل چې اعصابو کې یې فرق دی، ملایانو ته مو بوتله، خو د دې پر ځای چې ښه شي، نوره هم خواره شوه، داسې ورځ بده کې، چې ته به یې نه وې ياد کړی، دا په دې تمه وه چې ته به راځې او خپل کور ته به یې واده کوې، خو دا هیله یې اوس تر دغو خړو خاورو لاندې ده.

د ښځې له خولې اوږده چیغه ووتله، په دواړو لاسونو کې یې مخ ونیو، له ښه ځنډ وروسته یې په سور رنګ ټوټه راته په زنګون کېښوده:
– د زرو لمسۍ مې دا وروستی وصيت و، چې ته به یې په قبر دا سور شال اواروې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه