ويب ډيسک
د ترکیې پر ضد د نږدې ۴۰ کلنې جګړې وروسته د کردستان کارګر ګوند (PKK) اعلان وکړ، چې خپله وسله واله مبارزه پای ته رسوي او منحلېږي.
دغې ډلې ویلي، چې خپل «تاریخي ماموریت» یې بشپړ کړی او اوس د خپلواک کردي دولت پر ځای یوازې د کردانو د حقونو پر غوښتنې تمرکز کوي.
د دې وسله والې ډلې د منحل کېدو غوښتنه تېره فبرورۍ میاشت کې زنداني شوي مشر عبدالله اوجلان کړې وه.
معلومه نه ده چې اوجلان او د هغه ملاتړو ته به د خپلې ډلې د منحلولو په بدل کې څه ورکړل شي، خو داسې احتمال شته چې ښايي هغه په مشروط ډول خوشې کړای شي.
بل خوا، که څه هم د کردستان کارګر ګوند وسله واله مبارزه بنده کړه، خو چارواکو یې رویټرز ته ویلي، چې د وسلو تسلیمول به د انقرې له غبرګون او د کردانو د حقونو په اړه له دريځ وروسته کوي.
د PKK ډلې وسله واله مبارزه چې په ۱۹۸۴ کې د یو خپلواک کردي دولت د جوړېدو په موخه پیل شوې وه، له ۴۰ زر زیات کسان پکې ووژل شول، خو اوس خپلې وسلې پر ځمکه ږدي.
# #Turkey #PKK


