ویب ډیسک
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د دغه هېواد ځنډول شوی سوپر لیګ به د می په ۱۷ مه نېټه پیل شي.
د پاکستان سوپیر لیګ لسم پړاو کې یوازې اته سیالۍ پاتې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دا سیالۍ په راولپېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د هند په یوه هوايي ډرون کې هم په نښه شوی و.
د هند او پاکستان ترمنځ د می له ۷ مې نظامي شخړې وروسته پاکستان او هند کې روان سوپر لیګونه د امنیتي ګواښونو له امله وځنډول شول.
ټاکل شوې وه چې د PSL پاتې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو دغه هېواد یې وړاندیز رد کړ.
بل خوا که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ بهرنیو لوبغاړو ته ډاډ ورکړی، چې امنیت به یې ساتي، خو ویلي یې دي، که کوم یو ګډون ونه کړي، کولای شي محلي لوبغاړي ولوبېږي.
د یادونې وړ ده چې د هند سوپیر لیګ یا IPL د بیا پیل لپاره د لوبډلو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
#م #IPL #PSL


