سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ وايي ،د هند ۲۵ بې‌پېلوټه الوتکې «ډرون» نسکورې کړې دي. 

پاکستان پوځ وايي ،د هند ۲۵ بې‌پېلوټه الوتکې «ډرون» نسکورې کړې دي. 

ویب ډیسک

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې، د هند ۲۵ بې‌پېلوټه الوتکې «ډرون» نسکورې کړې دي.

پوځ ویلي چې عملیات روان دي او په وینا یې، بېګاه شپه یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړې: « تېره شپه، هند څو ځایونو ته د ډرون الوتکو په لېږلو سره د تیري یو بل عمل وښود. یو ډرون لاهور ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید کړی.»

هند تراوسه د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا د پاکستان ملي اسمبلۍ نن له هند سره د ترینګلتیا زیاتېدو په اړه بېړنۍ ناسته کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا په لړ کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هند ته رسېدلی دی.

نوموړی له هند وړاندې اسلام‌اباد ته تللی و او هلته یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې عباس عراقچي به نن له خپل هندي سیال جې‌شنکر سره وګوري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه