ویب ډیسک
پاکستاني چارواکو رسنیو ته ادعا کړې، چې یاد ډرون د هند و او د مهمو ځایونو د څار لپاره کارول کېده.
پر پاکستان د هند له برید شاخوا ۲۴ ساعته وروسته دا ډرون داسې مهال راغورځول کېږي، چې پاکستان په یو شمېر ښارونو کې خلکو ته د خوندیتوب خبرداري ورکړي دي.
د هند چارواکو تراوسه د پاکستان له خوا د راِغورځول شوې بې پیلوټه الوتکې په اړه څه نه دي ویلي.
هند تېره ورځ تایید کړې وه چې په پاکستان کې یې د ترهګرو پر ۹ ځایونو د برید پر مهال ۳ جنګي الوتکې غورځول شوې دي.
# #India #Pakistan #Attack


