دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د افغانستان د بار وړونکو موټرو چلوونکو ځانګړې ویزه د روانې...

پاکستان د افغانستان د بار وړونکو موټرو چلوونکو ځانګړې ویزه د روانې میاشتې تر پایه پای ته رسوي.

ویب ډیسک

پاکستان اعلان کړی، چې د افغانستان د بار وړونکو موټرو چلوونکو ځانګړې ویزه د روانې میاشتې تر پایه پای ته رسیږي.

 

ډان لیکلي چې تر دې وړاندې ځینې افغان بار وړونکو موټر چلوونکي د ځانګړې ویزې په لرلو سره پاکستان ته ننوتل.

 

ټاکل شوې چې د ویزې د ورکولو لپاره یو واحد لارښود جوړ شي او ټول افغان وګړي باید د پاکستان د ننوتلو لپاره معتبره ویزه ترلاسه کړي.

 

پاکستان تېر کال اعلان کړی و چې ټول افغان وګړي باید د پاکستان د ننوتلو لپاره ویزه ولري او غیرقانوني کسانو ته به د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

 

پاکستان تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو اقدام وکړ او ویلي یې دي چې دا پالیسي به دوام ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه