دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان وايي ،ظاهر شاه نیولې تر ولسمشر محمد اشرف غني...

مولانا فضل الرحمان وايي ،ظاهر شاه نیولې تر ولسمشر محمد اشرف غني پورې د افغانستان حکومتونه د پاکستان ضد وو.

ویب ډیسک

ويب ډيسک

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان له پخواني پاچا ظاهر شاه نیولې تر ولسمشر محمد اشرف غني پورې د افغانستان حکومتونه د پاکستان ضد وو.

 

مولانا فضل الرحمن په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې یوازې طالبان د پاکستان پاخه ملګري او پلویان دي، خو د خپلو ناسمو تګلارو له امله نه دی توانېدلی چې دغې ډلې سره د پخوا په څېر اړیکې ټینګې کړي.

 

فضل الرحمن د یوه بریالي پاکستان په جوړولو کې له طالبان سره پراخې اړیکې د پاکستان په ګټه یادې کړې دي او غوښتنه یې کړې، چې لکه څنګه چې پاکستان د هند پر ضد متحد دی، همداسې باید طالبانو سره نږدې اړیکې ولري.

 

مولانا فضل الرحمن، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته کابل ته هم تللی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو جوړلو هڅې سربېره یې په افغانستان کې د جمهوري اسلامي نظام پر وړاندې د یادې ډلې جګړه «جهاد» باله.

 

د فضل الرحمن د ګوند په ګډون د پاکستان مذهبي ګوندونو مشران داسې مهال د هند پر وړاندې د متحد کېدو یوه خبري غونډه کې خبرې کوي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پهلګام پېښه د غندنې وړ او ورته پېښې یې د سیمې امنیت او ثبات لپاره ګواښ بللې وې.

 

کارپوهان وايي پاکستان هڅه کوي، له بېلابېلو لارو طالبانو سره د پخوا په څېر اړیکې عادي او د دغې ډلې د اړیکو هغه بلانس زیانمن کړي، چې غواړي په سیمه کې د هند په څېر له نورو هېوادونو سره د نږدې کېدو هڅې کوي.

# #Afghanistan #Pakistan #India

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه