ویب ډیسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان سره اړیکو ته په پام یې ۱۵۰ سوداګریزو بار موټرو ته اجازه ورکړې، څو د واګه بندر له لارې هند ته واوړي.
پاکستان دغه پرېکړه هند سره د خپلو سوداګریز او سیاسي اړیکو په یوه سخت ترینګلي حالت کې کړې، چې موخه یې په واګه بندر کې د رامنځته شوي خنډ د کمولو هڅه ښودلې ده.
هند سره د متقابلو اقداماتو غبرګون کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې پرېکړه کړې، چې له دغه هېواد سره هر ډول سوداګریزې اړیکې ځنډوي، خو بهرنیو چارو وزارت یې په اعلامیه کې ویلي، چې د افغان سوداګریزو موټرو د لېږد غوښتنه یې په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت له لوري ترلاسه کړې وه.
په داسې حال کې چې پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان سوداګرو بار موټر چې تر میاشتو او اوونیو پرته له کوم لامل ځنډوي، په اسلام آباد کې یې د طالبانو له سفارت غوښتي، که نور بار وړونکي موټر موجود وي، چې لېست یې ور وسپاري څو هند ته د اوښتو اجازه وکړي.
له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پهلګام پېښې پر سر د راپورته شوې سختې ترینګلتیا له امله افغان سوداګري زیانمنه شوې ده.
تېره اوونۍ د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې په ډاګه کړه، چې له هند یې سره تېر لمریز کال د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
تراوسه د طالبانو سفارت او په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پاکستان د وروستي اقدام په تړاو څه نه دي ویلي.
# #Afghanistan #India #Pakistan #Transit


